د بشري حقونو یو بنسټ: طالبانو فراه کې یوه مېرمنه په درو وهلې

د ښځو پر وړاندې د طالبانو د تاوتریخوالي یو پخوانی انځور

په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت پر افغان ښځو د محدودیتونو له امله په نړیواله کچه د بشري حقونو په پراخه نقض تورن دی، د افغانستان د ښځو او ماشومانو د هوساینې د پیاوړتیا بنسټ ادعا کوي، چې طالب وسله والو تازه په فراه ولایت کې یوه مېرمن په عام محضر کې په درو وهلې ده.

د بشري حقونو دغه بنسټ چې په ۱۹۹۶ زېږدیز کال کې یې له افغانستانه خپل فعالیتونه پیل کړي، تېره ورځ په خپله ایکس شبکه د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي، چې دا کار د بشري حقونو له ټولو قوانینو سرغړونه ده.

په خپره شوې ویډیو کې یوه ډله وسله وال کسان، چې ادعا کیږي طالبان دي په حجاب پوښل شوې یوه میرمن په عام محضر کې د خلکو په وړاندې په درو وهي.

دا معلومه نه ده، چې پېښه کله شوې او دا ویډيو د چا له خوا ثبت شوې ده خو د یاد بنسټ مشرې مریم معروف اریون ازادي راډیو ته وویل، چې دا کار په قعله ولسوالۍ کې دوه ورځې مخکې شوی او د دوی سرچینو ورسره دا ویدیو شریکه کړې ده.

ازادي راډيو د دې ویډیو کره والي نه شي تاييدولي.

د افغانستان په نقشه کې فراه ولایت

د فراه ولایت لپاره د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس عبدالله سباوون هم ازادي راډیو ته په دې ولایت کې د دغه ډول یوې پېښې رامنځته کېدل رد کړل، خو د طالبانو حکومت له دې وړاندې په بیلابیلو ولایتونو کې د مختلفو جرمونو په تور لسګونه ښځو او نارینه وو ته د په عام محضر کې د تعزیري سزاګانو د ورکولو خبرونه ورکړي دي.

د افغانستان سترې محکمې چې اوس مهال د طالبانو د حکومت له لوري اداره کیږي، د روان کال د ثور په میاشت کې وویل، چې دغې محکمې تراوسه د قصاص، دیت یا خون بها، سنګسار او رجم شاوخوا ۳۰۰ حکمونه صادر کړي دي.

د دغې محکمې اداري مرستیال په یو ویډیویي پیغام کې چې د دغه محکمې په اېکس شبکه خپور شوی ویلي، چې دغه شان ۱۰۳ تنو باندې شرعي حدود عملي شوي او ۱۵۶۲ تنو نورو ته " تعزیري سزاګانې" ورکړل شوي دي.

د افغانستان د ښځو او ماشومانو د پیاوړتیا سازمان ویلي، سره له دې چې د بدلون ژمنې شوي، خو لا هم د طالبانو دغه ډول کړنې جریان لري.

دغه سازمان ادعا کوي، چې طالبان هڅه کوي د ښځوپه وړاندې د وېرې او ترهې کلتور عملي کړي.

نوموړی سازمان زیاتوي، په داسې حال کې چې نړۍ روان وضعیت ویني خو دغه ډول پېښې د دې اړتیا په ډاګه کوي، چې د سولې، ثبات او بشري حقونو لپاره کار وشي.

د افغانستان د ښځو او ماشومانو د هوساینې د پیاوړتیا بنسټ له نړیوالې ټولنې غوښتي له افغانانو سره ودریږي، چې له تاوتریخوالي او محدودیتونو پرته یوه پاکه ټولنه ولري.

په همدې حال کې د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې وايي پر افغانستان د طالبانو د بیاخلی ځل واکمنۍ وروسته د نړیوالو غبرګونونو سره -سره دغه ډلې د بشري حقونو نقض ته دوام ورکړی او ورځ تر بلې په ښځو محدودیتونه ډیروي.

د ښځو د حقونو یوې فعالې چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډيو ته وویل:

" په افغانستان کې د بشري حقونو لپاره د عدالت غوښتني هیڅ ادرس نه لرو، په تېرو دوه کلونو کې چې موږ کوم اعتراضونه وکړل، د عدالت غوښتنې کوم غږونه مو چې پورته کړل، کوم لیکونه او غوښتنې مو چې ملګرو ملتونو او بیلابیلو سازمانونو ته واستول هیڅ پایله یې ورنکړه او په افغانستان کې لا هم د ښځو په وړاندې تاوتریخوالي او محدودیتونه دوام لري."

د تمنا زریاب د نه خوړو مخکینی اعتصاب

بل خوا په جرمني کې مېشته د ښځو د حقونو افغانې فعالې تمنا زریاب پریاني د دوهم ځل لپاره د افغان ښځو د حقونو د ټینګښت په موخه خپل اعتراض پیل کړی دی.

نوموړې په خپل ټویټر په خپور شوي یوه ویډیویي پیغام کې ویلي، د دې پر ځای چې نړۍ پر طالبانو فشارونه زیات کړي، یو شمېر هیوادونه له دوی سره د تعامل خبرې کوي.

تمنا زریاب وایي:

" د دې پر ځای چې زموږ اعتراضونه لامل شي چې له طالبانو ملاتړ ونه شي، لکه څنګه چې زموږ غوښتنې هم پر طالبانو د پیسو بندول دي او دغه شان د دوی په سفرونو بندیز لګول دي خو له بده مرغه اوس ګورو چې یو شمېر هیوادونه له طالبانو سره د تعامل خبرې کوي که حالات دغسې مخته لاړ شي نو زه به یو وار د نه خوړولو په اعتصاب لاس پورې کړم."

اغلې پریاني ۱۷ ورځې وړاندې هم په جرمني کې د نه خوړلو پنځلس ورځنی اعتصاب کړی و.

هغې خبرداری ورکړی، چې که غوښتنې یې ونه منل شي یو وار بیا به د نه خوړلو په اعتصاب وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغان ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري ویلي، چې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د هېوادونو اکثریت مشران په دې موافق وو، چې د نجونو او ښځو پر وړاندې د طالبانو سیاستونه له نړۍ سره په ټکر او د دې هېواد لپاره ویجاړونکي دي.

هغې نن په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، دوی هوکړه کړې چې د افغانستان په ملاتړ نړیواله همغږي وساتل شي او تر خوا یې د ډیپلوماتیکو او کوټلو هڅو له لارې په افغانستان کې دننه او بهر د افغان ښځو او نجونو ملاتړ ته دوام ورکړل شي.

د افغان ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري

د افغانستان د بشري حقونو او ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې ویلي، دا ډاډ باید تر لاسه شي چې له افغانانو په ځانګړي توګه له نجونو او ښځو د ملاتړ د اعلامیو په پایله کې هغوی زده‌کړو، کار او ټولو هغو سرچینو ته لاس‌رسی پیدا کړي چې د طالبانو د ځپونکو او افراطي اقداماتو په برخه کې د هغوی له مبارزې سره مطابقت ولري.

د طالبانو حکومت تر اوسه د اغلې امیري د څرګندونو په اړه څه نه‌دي ویلي.

طالبانو پر افغانستان تر بیا ځلي واکمنۍ وروسته پر افغان ښځو ګڼ بندیزونه لګولي.

له شپږمو ټولګیو پورته تر پوهنتونه یې د دوی د هر ډول زده کړو مخه نیولې، اوپر ښځو یې حجاب جبري کړي دي.

دغه شان په ډېر دولتي او ټولو غیر دولتي ادارو کې د کار کولو اجازه نه ورکول کیږي او پارکونو، ورزشي لوبغالواو عمومي ښځینه حمامونو ته یې د دوی په ورتګ هم کلک بندیز لګولی دی.