د ملګرو ملتونو غونډه او افغانستان؛ د سعودي د بهرنیو چارو وزیر: بیا د ترهګرو په خوندي ځای باید بدل نه شي

فیصل بن فرهان، د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر- تصویر له ارشیفه

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان په افغانستان کې د امنیت او ثبات په راتلو ټینګار کوي وايي، دا هېواد باید یو ځل بیا د ترهګرو ډلو په خوندي‌ځای بدل نه شي.

ښاغلي فرحان پرون په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې یوه بحث ته د وینا پر مهال د نجونو او ښځو د زده‌کړو او کار په ګډون د ټولو افغانانو د حقونو په خوندیتوب هم ټینګار وکړ.

هغه وویل:

"موږ په افغانستان کې د امنیت او ثبات په اړه وایوو چې نه‌باید دا هېواد د ترهګرو ډلو په پټن‌ځای بدل شي. موږ د ښځو د زده‌کړو او کار په ګډون د ټولو افغانانو بنسټیزو حقونو ته د درناوي غوښتنه کوو. موږ د افغانانو د ستونزو د کمولو په خاطر د بشري او اقتصادي مرستو د برابرولو لپاره د نړیوالو او سیمه‌ییزو هڅو د زیاتوالي غوښتونکي یوو. "

دا څرګندونې داسې مهال دي، چې مخکې له دې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې د تاجېکستان ولسمشر امام علي رحمان هم له خپل ایراني سیال ابراهیم رییسي سره په کتنه کې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر حضور او فعالیتونو اندېښنه څرګنده کړې ده.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر د څرګندونو په اړه د ازادي راډیو پوښتنه ځواب نه‌کړه، خو له دې وړاندې یې په وار وار ویلي چې افغانستان کې ترهګرې ډلې نه‌شته او د دغه هیواد له خاورې به هیڅ هیواد ته هم ګواښ پېښ نه شي.

د پاکستان سرپرست صدراعظم انورالحق کاکړ هم د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د افغانستان له خاورې د ترهګرو ډلو د ورتلو او د هغوی د ځپلو ادعا وکړه

خو د ګاوندي هیواد پاکستان صدراعظم انور الحق کاکړ بیا د سنبلې يه ۳۱ د ملګرو ملتو کلنۍ عمومي غونډې ته په وینا کې ادعا وکړه، چې پاکستان د افغانستان له خوا د ورتلونکو ترهګرو په ځپلو بوخت دی.

که څه هم افغانستان سږ کال یو ځل بیا د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې استازی نه‌لري، خو بیا هم د بېلابېلو هېوادونو مشرانو په دې هېواد کې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو د زده‌کړو او کار، ترهګرۍ او نشه‌يي توکو سره مبارزې او د ټول‌ګډونه حکومت په جوړېدو ټینګار کړی دی.

په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې جوړ شوي بحث ته د خبرو پر مهال د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې رتنو مرسودي هم وویل، د افغانانو د وضعیت د ښه‌والي لپاره ګډو هڅو ته اړتیا ده.

هغې زیاته کړه:

"اندونیزیا زده‌کړو ته د افغان نجونو او ښځو د حق په ګډون په افغانستان کې د افغانانو د حقونود خوندیتوب په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي. "

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر؛ د هغه هېواد د طالبانو بهرنیو چارو وزیر ته د روانې میاشتې په یوه څو اړخیزه غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې ده

دا په داسې حال کې ده چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاورف هم پرون په نیویارک کې یوې خبري غونډې ته وویل، د مسکو په غونډه کې به د افغانستان د اوسنیو ستونزو د هواري لپاره د مرستو او همکاریو په څرنګوالي بحث وشي.

د مسکو غونډه د سپټمبر په ۲۹مه په کازان کې جوړېږي، چې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د مخکینیو معلوماتو پر بنسټ، د دغه وزارت سرپرست امیرخان متقي به هم په کې ګډون وکړي.

په دې غونډه کې د روسیې، هند، ایران، قزاقستان، قرغیزستان، چین، پاکستان، تاجیکستان، ترکمنستان او ازبیکستان استازي هم ګډون کوي.

دا د مسکو فارمټ پنځمه غونډه ده، له دې وړاندې په څلورمه غونډه کې چې د تېر کال په نومبر میاشت کې جوړه شوې وه، طالبانو ته بلنه نه‌وه ورکړل شوې.

په تېرو غونډه کې هم ګډون کوونکو هېوادونو په افغانستان کې د ټول‌شموله حکومت په جوړېدو، ترهګرۍ سره مبارزې او د افغانانو د بشري حقونو د خوندیتوب په ګډون له افغانستان سره د بشري او اقتصادي مرستو او همکاریو په دوام ټینګار کړی و.