۱۲ هېوادونو د افغان ښځو پر وړاندې د سیستماتیک تبعیض په مخنیوي ټینګار وکړ

ارشیف: په کابل کې د معترضو ښځو پر وړاندې د طالب وسله والو د چلند یوه صحنه

د ۱۲ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډه اعلامیه کې د طالبانو له‌خوا په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر وړاندې د سیستماټیک تبعیض په مخنیوي ټینګار شوی دی.

د نړۍ د ۱۲ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په افغانستان کې د جنسیت پر بنسټ، د طالبانو له‌خوا د ځورونو د بنسټیز کېدو په اړه اندېښنه ښودلې او وايي، له کله چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، د یو لړ فرمانونو له لارې یې په ورو، خو په بنسټیز ډول نجونې او ښځې په نښه کړي او دوی یې له عامه ژوند ګوښه کړې دي.

دا اعلامیه د البانیا، بلجیم، کبو ورد، کاستاریکا، کروشیا، ډنمارک، فرانسې، جرمني، لیختن اشټاین، لوکزامبورګ، مالتا او هسپانیې د بهرنیو چارو وزیرانو له‌خوا په مشترک ډول چمتو شوې او د جرمني د بهرنیو چارو وزارت تېره شپه په خپله ویبپاڼه خپره کړې ده.

په اعلامیه کې طالبان د ښځو پر وړاندې په سیستماټیک تبعیض تورن شوي او زیاتوي، له عامه ژونده د ښځو د ویستو په اړه د طالبانو کړنې په ټوله نړۍ کې بې‌ساري دي او کېدای شي د جنسیتي ځورونې او د بشریت پر وړاندې جرم وي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د دې اعلامیې په اړه د ازادي راډیو پوښتنه ځواب نه‌کړه، خو وړاندې یې ویلي، په افغانستان کې د ټولو افغانانو حقونه خوندي دي او ښځو ته هم د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د دوی حقونه ورکړل شوي دي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد

خو د نړۍ د ۱۲ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په اعلامیه کې راغلي چې د ملګرو ملتونو راپور ښيي، په افغانستان کې په تېر یوه کال کې له هرو دوو یوه ښځه د کورني فزیکي یا جنسي تاوتریخوالي سره مخ شوې او تر څنګ یې د نجونو او ښځو په رواني روغتیا اغېز ویجاړونکی بلل شوی.

د نړۍ د ۱۲ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په نا دولتي موسسو کې د نجونو او ښځو د کار بندیز په ګډون د طالبانو ټولې هغه پرېکړې په کلکه غندلي چې د افغان نجونو او ښځو بشري حقونه او ازادۍ تر پښو لاندې کوي.

دې هېوادونو له طالبانو غوښتي چې سم‌دلاسه دا بندیزونه لېرې کړي، د بشري حقونو او ازادیو څخه سرغړونې پای ته ورسوي، د ټولو افغانانو حقونه خوندي کړي، د نجونو او ښځو عامه ژوند او بنسټیزو ازادیو په ځانګړي ډول زده‌کړو او کار ته اجازه ورکړي او مدني فضا بیا ورغوي.

په دې اعلامیه کې په افغانستان کې د تلپاتې سولې، ثبات او سوکالۍ لپاره د نجونو او ښځو، قومي او مذهبي لږکیو او ټولو افغانانو په ګډون د یوه ټولشموله سیاسي بهیر پیل هم اړین بلل شوی دی.

خو د طالبانو حکومت لا تر اوسه دې غوښتنو ته مثبت ځواب نه‌دی ویلی.

هاخوا یو شمېر افغان نجونې او ښځې وايي، د طالبانو بندیزونو دوی له سختونو کړاوونو سره مخ کړي او باید دا بندیزونه له یوه مخه لېرې شي.

یوې افغان مېرمنې د خپل هویت د پټ ساتلو په شرط ازادي راډیو ته وویل: "له بده مرغه طالبان د چا خبره نه مني او غوږ ورته نه ږدي. په ښځو ښوونځي، پوهنتون، کار، بیرون تګ، پارک ته تفریح هر څه بند دي. دې کار سره نه یوازې زه، بلکې ټولې مېرمنې په تکلیف دي."

یوه بلې افغانې نجلۍ چې دا هم د امنیتي ستونزو له امله د خپل هویت په پټ ساتلو ټینګار کوي ازادي راډیو سره خبرو کې د بشري حقونو د خوندیتوب په برخه کې پر طالبانو د نړیوال فشار د زیاتېدو غوښتنه وکړه.

ارشیف: په کابل کې د معترضو ښځو د لاریون یو انځور

هغې زیاته کړه "ډېر غوره کار دی، ځکه زموږ په داخلي فشارونو څه نه کېږي، خو که په دوی له بهره فشارونه زیاتېږي، شاید د دوی په پرېکړو کې بدلون راشي."

د نړۍ د ۱۲ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو هم په خپله اعلامیه کې له افغان نجونو او ښځو سره د درېدو ډاډ ورکړی، خو له دې ټولو سره سره، د طالبانو حکومت د نجونو او ښځو پر وړاندې لګول شوي بندیزونه او محدودیتونه نه‌دي لېرې کړي.