د مهسا امیني لومړی تلین؛ په یادې یې بېلابېلو هېوادونو کې غونډې شوي

له ایرانه بهر د مهسا امیني په یاد جوړه شوې غونډه

د سپټمبر شپاړسمه نېټه د ایران د پلازمېنې تهران د ګشت ارشاد د پولیسو په توقیف کې د مهسا امیني د مړینې له لومړي تلین سره برابره وه.

مهسا امیني د تهران د شهیدحقاني مترو په تمځای کې د ګشت ارشاد د پولیسو له خوا د بدحجابۍ په تور ونیول شوه او د ۲۰۲۲ کال د سپټمبر په ۱۶مه نېټه د دې ځوانې کرد توکمې پېغلې مړینه اعلان شوه.

په سقِز ښار کې د مهسا له خښولو سره سم د حکومت پر ضد مظاهرې له دې ښاره پیل شوې او نورو سیمو ته وغځېدلې.

د تېر کال د سپټمبر په ۱۷مه یوه نامعلوم کس د مهسا د قبر پر تیږه په کردي ژبه لیکلي و، چې : "ژینا جانې، ته نه مرې ستا نوم به په یوه سمبول او نښه بدل شي."

دا دی د یو کال له تېرېدو وروسته هم د دې متن د لیکوال هویت نه دی معلوم شوی، خو دا جمله د ایران په خلکو کې د اعتراضونو لپاره په یوه رواني قدرت بدله شوې ده.

له دې پېښې وروسته د ټول ایران په کچه د اعتراضونو له کبله له ۵۰۰ زیات کسان مړه شوي دي.

د ایران د بشري حقونو مدافع ټولنې د مهسا په پلرني ټاټوبي کردستان، ختیځ آذربایجان او خوزستان ولایتونو کې د ګڼو کسانو د نیولو خبر ورکړی.

ویل کېږي چې د کردانو، آذرانو او بلوڅانو په سیمو کې لسګونه کسان نیول شوي.

د ایران لپاره د ازادي راډیو څانګې فردا راډیو راپور ورکړی چې د مهسا امیني د تلین په ورځ د هغې د کورنۍ غړي په کورني توقیف کې وو.

د سرچینو په وینا، پرون سهار امنیتي مامورینو د مهسا پلار امجد امیني هغه مهال چې غوښتل یې له کوره ووځي ونیوه او د سقِز ښار د استخباراتو ادارې ته یې بوته.

همداراز د دوی کورنۍ ته ویل شوي چې له کوره دې نه وځي او د مهسا قبر ته دې نه ځي.

په لندن کې د مهسا امیني په یاد غونډه

پرون د مهسا د تلین په ورځ د بریتانیا په پلازمېنه لندن، د جاپان په پلازمېنه توکیو، د اسټرالیا په سیدني او میلبورن، د جرمني په هامبورګ او کولن او د کاناډا په ټورنټو او څو نورو ښارونو کې لویې اعتراضیه غونډې جوړې شوې.

په دې مناسبت دا خبر هم اعلان شو چې د فرانسې د پلازمېنې پاریس ویلمن پارک به له دې وروسته د ویلمن- مهسا ژینا امیني په نوم یادېږي.

د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت د مهساامیني د تلین په ورځ د اسلامي جمهوریت پر شپږو چارواکو بندیزونه اعلان کړل.

د کاناډا حکومت په عین حال کې پر تهران غږ کړی چې د خپلو وګړو د ځورونو او تشدد ټولې بڼې ختمې کړي.

د خبریالانو نړیوال فدراسیون په یو مستند راپور کې په ایران کې د خبریالانو او رسنیو د ځپلو او د بیان د آزادۍ د سرغړونو موارد خپاره کړي دي.

د مهسا امیني له نیول کېدو وروسته په ایران کې د ښځه، ژوند او آزادي تر شعار لاندې اعتراضونه پیل شول چې ورو ورو نورې نړۍ ته هم وغځېدل.