تورخم کې د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته؛ سرچینه؛ ۴ طالبان وژل شوي

د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ د نننۍ نښتې یو انځور

د افغان طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ په دوه ساعته نښته کې د سرچینو په حواله د څلورو طالبانو د وژل کېدو ترڅنګ یو پاکستانی عسکر او د تورخم ښارګوتي یو کارکوونکی ټپیان شوي.

په تورخم کې یو سرچینه چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې د افغان طالبانو او پاکستاني عسکرو ترمنځ په دوه ساعته جګړه کې څلور طالبان وژل شوي.

سرچینه وايي، په دې نښته کې پاکستاني لوري ته هم تلفات اوښتي خو دقیق شمېر یې وړاندې نه کړ.

خپلواکو سرچینو تر اوسه دغه شمېرې نه‌دي تأیید کړي.

د تورخم هاخوا بیا ځايي خبریال مینه‌وال شینواري ازادي راډیو ته وویل چې په دغه نښته کې یو پاکستانی عسکر او د سمیې یو اوسېدونکی ټپیان شوي دي.

هغه وویل: "په دې نښته کې یو ملېشه عسکر او بل هغه د تورخم ښارګوټي کارکوونکي ژوبل شوي دي. دې خوا موږ ته صرف د دغه دو کسانو د زخمي کېدو خبر راکړل شوی دی."

دغه ځايي خبریال وايي، د تورخم دروازه تړلې او بېرته د پرانیستلو په اړه یې معلومات نه شته.

په تورخم کې له نښتې وروسته د افغانستان لوري ته د سیمې یو انځور

په سیمه کې د ازادی راډیو سرچینه وايي، جګړه هغه مهال رامنځته شوه چې طالب ځواکونو د کرښې په صفري نقطه 'ځنګل' سیمه کې یو پوسته جوړوله چې پاکستاني عسکرو پرې ډزې وکړي.

له بلې خوا د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت هم د دې جګړې پخلی کړی او ویلي چې دواړه خواوې د دې نښتې د عوامل په پیدا کېدو کار کوي.

د دې وزارت ویاند عبدالمتین قانع په خپل ایکس پاڼه کې لیکلي چې یاده نښته د پاکستاني عسکرو لخوا پیل شوه او ددوي ځواکونو یې پر وړاندې ځوابي ډزې کړي.

خو نوموړي دوی ته د اوښتو تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.

خو د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت یوه چارواکي ارشاد مهمند بیا فرانس پرېس خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي چې جګړه لومړی طالب ځواکونو پیل کړه او پاکستاني عسکرو د دوی په ځواب کې ډزې کړي.

له بلې خوا بیا د سیمې نه د دې پېښې عیني شاهدانو ازادي راډیو ته وویل چې د تورخم دروازه نن غرمه مهال له ۱۲:۳۰ بجې راهیسې د هر راز تګ راتګ پر مخ تړلې شوې ده.

د تورخم ښارګوټي یو ځایي اوسېدونکی چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته ادعا وکړه چې د جګړې پر مهال یې د درنو وسلو غږونه هم اورېدلي.

هغه وویل: "ډېره سخته جګړه وه او موږ یې اړ کړو چې له سیمه راووځو. طالبانو دې غاړې ته یوه پوسته جوړوله، دا درې ورځې یې کار کولو چې ډزې شروع شوې هغه هم د غټو وسلو غږونه وو. د تورخم دروازه د همدې جګړې له پیل سره بنده شوه نو اوس مشران له دې خوا ورغلي وګورو چې څه کېږي."

دا په تورخم کې د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو تر منځ لومړۍ نښته نه ده.

له دې وړاندې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت منلې چې په تېرو دوو کلونو کې یې د افغانستان له ګاونډیانو سره په پولو نږدې پنځوس ځله نښتې کړي.

په دې اړه نور: د طالبانو حکومت: ګاونډیانو سره مو نږدې ۵۰ وسله والې نښتې شوي؛ شنونکي: نښتې د افغانانو په زیان دي

د دې وزارت ویاند عبدالمتین قانع له طلوع نیوز سره مرکه کې ویلي وو چې ډېری دا وړې او لویې نښتې له ایران، پاکستان، ازبکستان او ترکمنستان سره شوې دي.

هغه هغه مهال ادعا کړې وه چې شخړه لومړی د افغانستان ګاونډیانو په ځانګړي ډول د توغندیو په توغولو سره پیل کړې او دوی یې بیا پر وړاندې غبرګون ښودلی دی.