یو شمېر کباړ ټولوونکي خپل کار او د روزګار خرابېدو ته اندېښمن دي

ارشیف: په کابل کې یو کس د کباړ راټولولو پر مهال

په داسې حال کې چې په افغانستان په بېلابېلو برخو کې خلک د خپلو عایداتو کمېدو ته اندېښمن دي، یو شمېر کباړ ټولوونکي هم وايي، کار، روزګار یې خرابه دی.

کباړ راټولونکی باز محمد د کندز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ اوسېدونکی دی.

دا چې د خپلې اووه کسيزې کورنۍ ډوډۍ ګټونکی دی، شکایت کوي چې کار و بار یې ښه نه دی.

باز محمد د ښه کار په لټه له کندوز کابل ته راغلی، خو وايي بل ښه کار مخه نه ده ورکړې او اوس له خځلو استفاده شوي توکي او کباړ ټولوي.

هغه زیاتوي: "هفته کې له ۲۰۰ تر ۲۵۰ پاتې کېږي، او په میاشت کې له ۱۵۰۰ تر ۲ زره پاتې کېږي. ښه وخت و، ما کراچي‌واني کوله، د ورځې له ۳۰۰ څخه تر ۴۰۰ پورې پيدا کېدې، اوس چې ګورم نو کارونه ورک شول، موږ دا بوتلونه راټولوو او ورسره ژوند کوو."

شل کلن امان د کندز ولایت بل اوسېدونکی دی، دی هم همدا کار کوي، خو وايي به کباړ راټولو کې ګټه نه‌شته.

امان وویل: "اول چې ښه و ارزاني وه، کار به دې کولی شو. د کباړو کار دی، کراچي‌واني ده، څه چې به دې زړه و هغه به دې کولی شو، اوس حکومت کې سړی زړه نا زړه وي او چې کباړ ټولوې هم سم کار نه کېږي. بل کار داسې شته نه چې موږ يې وکړو."

ارشیف: په کابل کباړ ټولونکي مېرمنې

پلوشه چې د اووه ماشومانو مور او د لغمان ولايت اوسېدونکې ده، هم وايي چې له کلونو راهيسې د کباړو ټولولو کار کوي.

دا وايي، د کثافاتو له ډیریو پلاستیکي بوتلونه او نور توکي راټولوي، بیا یې پلوري او ژوند پرې تېروي، خو په خبره یې افغانستان کې د طالبانو له بيا راتګ وروسته په لغمان کې دا کار و بار هم سم نه چلېږي.

پلوشه وايي، دا او کورنۍ يې مجبوره شوه چې کابل ته راشي او اوس دلته په کابل کې مېړه يې کراچي چلوي او دا کباړ راټولوي.

خو پلوشه وايي، اوس د پخوا په شان ګټه نه کوی: "د ورځې ۲۰۰ کېږي، ګزاره کېږي، مخکې به ۴۰۰ کېدلې، مېړه مې هم غريبي کوي، کراچۍ لري."

بې‌کاري، بې‌وزلي او د عايداتو د کچې ټيټوالى هغه څه دي، چې په تېرو دوو کلونو کې د افغانستان ډېرى خلک ترې شکايت کوي او وايي، چې اقتصادي بحران په ټولو کاري برخو منفي اغېز کړى دى.

د طالبانو د چارواکو له ادعاوو سره سره چې وايي، د خلکو ژوند او اقتصاد مخ په ښه کېدو دی، د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر وايي چې دا مهال په افغانستان کې ۲۹،۲ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.