نیویارک پوسټ: بایډن له افغانستانه د وتلو برخه کې پر خپلې وړتیا کې مبالغه کړې

د امریکا ولسمشر جوبایډن

نیویارک پوسټ:

نیویارک پوسټ ورځپاڼې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د بشپړ وتلو موضوع ته پام اړولی او لیکي، ولسمشر بایډن د طالبانو لاس ته د افغانستان له بیا لوېدو د مخه د بهرني سیاست په برخه کې پر خپلې وړتیا کې مبالغه کړې او داسې وړاندیزونه یې کړي وو چې ګټور او عملي نه و او هغه د ده پر غره‌والي دلالت کاوه.

د ورځپاڼې په لیکنه د بایډن دغه دریځ د دې سبب شو چې اداره یې له کابله وتلو ته چې له ګډوډۍ سره مله وه، چمتووالی ونه لري.

نیویارک پوسټ لیکي، دغه نتیجه د وروستي سیاستوال په نوم د هغه کتاب له یوې برخې اخیستل شوې چې ټاکل شوې د سپټمبر په پنځمه نېټه خپور شي او لیکوال یې د اتلانتیک مجلې غړی او لیکوال فرانکلین فویر دی.

د نیویارک پوسټ په لیکنه هغه بایډن ته په اشاره لیکلي چې د وسله‌والو ځواکونو عمومي قومندان د خپلو تشکیلاتو د مهمو څېرو چې د هغوی تایید ته یې اړتیا درلوده، د تندو انتقادونو سره سره په ډېر اطمینان او ان سرزوري سره د اګست په دېرشمه په افغانستان کې خپل د دوو لسیزو حضور پای ته ورساوه.

نیویارک پوسټ وړاندې لیکي، ولسمشر پر هغو چارواکو چې د دغې جګړې د ژر پای رسولو په اړه یې هغه ته خبرداری ورکړی و، باور نه درلود او هم یې د دې هېواد د لوړپوړو پوځي چارواکو هغې اندېښنې چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو پر نتیجې څرخېدې، له پامه وغورځولې.

د فویرپه وینا، بایډن په ځانګړې خونه کې په خپلې څوکۍ کې ناست د هر هغه څه شاهد و چې ده پرې باور درلود، یعنې له هغې جګړې وتل یوازېنی لاره ده چې هیلې پورې غوټه نه وي.

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د افغانستان وضعیت ته پام اړولی او د افغان لیکوالې سوله محفوظ په قلم یې یوه لیکنه خپره کړې ده.

لیکواله وایي، کله چې متحدوایالتونو په ۲۰۰۱ کال افغانستان د طالبانو له واکمنۍ آزاد کړ، په هېواد کې یې داسې انګېرل کېده چې ګواکې هر څه په یوه شپه کې بدل شول. دا وایي، پلار مې چې یو سوداګر دی، په کندهار کې یې زموږ په کور کې له یوه پټ ځایه هغه تلوېزیون چې کلونه کلونه یې د طالبانو له ډاره هلته پټ کړی و، راوایست.

طالبانو په خپلې لومړۍ واکمنۍ کې د موسیقي او سینما ترڅنګ تلوېزیون هم غیراسلامي بللي او هغه ېې منع کړي وو.

سوله محفوظ وایي، پلار مې له دوړو او خاورو تلوېزیون پاک کړ او د خونې په یوه مهم ځای کې یې کېښود او زیاتوي داسې انګېرل کېده چې هغه د خپل هویت یوه مهم ورک شوی شی بېرته ترلاسه کړی وي.

نوموړې وړاندې لیکي، خلکو له تېر څخه د افغانستان د خلاصون سندرې بللې او موږ هم درې رنګه ملي بیرغ بیا اوچت کړ.

دا وایي، دا داسې یوه شېبه وه چې ګوندې ناڅاپه یوه توره پرده لیرې شوې وي او د رنګ او غږ یوه نړۍ بېرته راښکاره شوي وي.

دا وایي، زه چې ځوانه نجلۍ وم او د طالبانو د فرمانونو له امله مې ټول وخت په کور کې تېر کړي و، مخکې مې داسې څه نه لیدلي او نه اورېدلي وو. ان آسمان هم راته روښانه او پراخه ښکارېده.

خو نوموړې وړاندې په دې لیکنه کې لیکي، زموږ هیچا هم د دې خوب نه شوای لیدلی چې دوه لسیزې وروسته به طالبان بیا په افغانستان کې واک ته رسېږي.

دوه کاله مخکې دغه برخلیک د چهارشنبې په ورځ هغه مهال وټاکل شو چې کله د امریکایي ځواکونو وروستي سرتېري د اګست په دېرشمه، په شپه کې له افغانستانه ووتل او موږ خپله آزادي بیا له لاسه ورکړه.