افغان کرکټ بورډ: پاکستان ته تللو لوبغاړو مو د اسیا جام سیالیو ته ښه چمتووالی نیولی؛ یو شمېر خلک: مناسب هرکلی یې نه دی شوی

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړي - ارشیف

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د کرکټ ملي لوبډلې د اسیا جام سیالیو ته چمتووالی نیولی دی.

تمه ده اسیا کپ سبا/چهارشنبه د اګست دېرشمه د پاکستان او نیپال په لوبې سره پیل شي.

د افغانستان ملي لوبډله به بیا د راتلونکې یکشنبې په ورځ د لاهور په قذافي لوبغالي کې له بنګله دېش سره او د سپټمبر په پنځمه به په همدې لوبغالي کې له سریلانکا سره مخ شي.

سږ کال د اسیا په کپ کې شپږ ټیمونه لوبیږي. افغانستان،هندوستان،پاکستان،بنګله دیش،سریلانکا او نیپال. له دې به یواځې څلور ټیمونه دویم دور ته لار پيدا کوي.

افغانستان د بنګله دېش او سرېلانکا ټيمونه له دې مخکې هم مات کړي خو له پاکستان سره یې په اوه یو ورځنیو لوبو کې یوه هم نه ده ګټلې.

له هند سره بیا افغان ټیم تر دې مخکې څلور واره مخ شوی چې یواځې یوه مساوي شوې او پاتې درې یې پرې بایللي دي.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند نسیم سادات ازادي راډيو ته وویل، چې د اسیا جام لوبې ۵۰ اوریزې دي او افغان لوبډلې دغو سیالیو ته پوره چمتووالی نیولی دی.

سادات وویل:

"د افغانستان کرېکټ بورډ په تېرو څو میاشتو کې وکولای شول، چې زموږ ملي لوبډلې ته د ۵۰ اوریزو سیالیو لړۍ په لاره واچوي، چې له سریلانکا سره د ۵۰ اوریزو سیالیو لړۍ، له بنګله دېش سره د ۵۰ اوریزو سیالیو او له پاکستان سره د ۵۰ اوریزو لوبو لړۍ په کې شامله ده چې له نېکه مرغه موږ ځینې ګټلي دي. له بنګله دېش سره د پنځوس اوریزو لوبو لړۍ، موږ وګټله، که څه هم د پاکستان پر وړاندې وروستۍ لړۍ د افغانستان په ګټه پای ته ونه رسېدله، خو دغه درې لړۍ زموږ د لوبډلې په چمتووالي کې خورا اغېزمنې وې."

افغان او پاکستاني لوبډلو د دغو پنځوس اوریزو سیالیو د چمتووالي یو لړ لوبې په سرېلانکا کې وکړې

په همدې حال کې د افغانستان د ملي لوبډلې مشهور لوبغاړی نجیب الله ځدراڼ، چې د توپ وهنې/بټنګ په برخه کې زیات مهارت لري، د افغانستان ۱۷ کسیزې لوبډلې ته ور زیات شوی. دی د څه وخت لپاره ژوبل و او له ټیم لرې پاتې شوی وو.

دغه ۳۰ کلن کیڼ لاسی لوبغاړی د پاکستان خلاف په وروستیو دریو پنځوس اوریزو لوبو کې چې په سریلانکا کې وشوې ګډون ونه کړ.

د افغانستان د کرکټ بورډ د غوراوي کمیټه هیله لري، چې نجیب الله به د اسیا جام سیالیو ته چمتو شي.

د اسیا کپ د هغو سیالیو لپاره، چې پاکستان کې کېږي ټیمونه دغه هېواد ته رسېدلي او د افغان لوبډلې مینه وال نیوکه لري، چې ګواکې له افغان لوبډلې پرته د نورو تود هرکلی شوی دی.

د پاکستان د کرکټ د ملي ټيم په پاڼه باندې د افغان لوبډلې د رسېدو یوې ویډیو هم ډېرې تبصرې پارولي چې پکې ګڼو افغان مینه والو د پاکستان په کوربه توب او مېلمه پالنې نیوکه کړې دي.

افغان لوبغاړي په اسیا جام سیالیو کې د ښو پایلو هیله لري

د پاکستان د کرکټ د ملي ټيم په پاڼه باندې د افغان لوبډلې د رسېدو یوې ویډیو هم ډېرې تبصرې پارولي چې پکې ګڼو افغان مینه والو د پاکستان په کوربه توب او مېلمه پالنې نیوکه کړې دي.

د پاکستان د کرکټ د ټیم له خوا دغو خپرو شویو ویډیوګانو ته په اشارې سره، د افغانستان د ټيم مینه وال د افغان لوبغاړو او د نیپال د ټیم د هرکلي مراسم پرتله کړي.

د دوی په خبره، په داسې حال کې چې د نیپالي لوبغاړو د هرکلي پر مهال په غاړه کې شالونه اچول کیږي، خو د افغانستان د لوبډلې د لوبغاړو د داسې هرکلي عکسونه نه دي خپاره شوي.

له دې سره سره دواړه ټيمونه تر سختو امنيتي تدابيرو لاندې په مرمۍ ضد موټرو کې هوټل ته ليږدول شوي دي.

تر دې ور هاخوا هغه ویډیو هم دا څو ورځې ډېره کتل شوې او د خلکو غبرګون یې پارولی، چې پکې راشدخان له هغه پاکستاني مینه وال سره غږیږي، چې د راپورونو له مخې د لوبې په میدان کې یې افغان لوبغاړي په تېره بیا چټک بالر فضل الحق فاروقي ته سپکې سپورې ویلي.

راشدخان په دې ویډیو کې له دې پاکستاني مینه وال پوښتنه کوي چې څنګه (له اوږدې ږېرې سره سره افغان لوبغاړي ته بد رد ویلي)

دغه پاکستانی مینه وال بیا له راشدخان بښنه غواړي.