ایران: عبداللهیان له متقي سره د حقابې او یو شمېر نور مسایلو په اړه خبرې کړي

د هلمند سیند یوه څنډه

د ایران د بهرنیو وزیر امیر عبداللهیان د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان مقتي سره په ټیلفوني خبرو کې د حقابې او یو شمېر نور اړوندو مسایلو په اړه خبرې کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت دغه اعلامیه چې د یکشنبې په ورځ خپره شوې دا په کې نه دي ویل شوي چې عبداللهیان له متقي سره کله ټیلفوني خبرې کړي او د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت هم په دې اړه د دې راپور تر خپرېدو څه نه دي ويلي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت له‌خوا په خپره شوې اعلامیه کې د عبداللهیان له قوله لیکل شوي چې نوموړي د امیرخان متقي سره د حقابې او یو شمېر نور مسایلو په اړه خبرې کړي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې عبداللهیان د حقابې په تړاو افغانستان ته د ایراني پلاوي وروستي سفر ته په اشارې ویلي چې د دغه لړۍ دوام د ستونزو د حل په برخه کې همکاري کوي.

د تېرې زمري میاشتې په ۲۳مه د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ومنله چې د هلمند د اوبو د کچې معلومولو لپاره یو ایراني پلاوي دهراود ته سفر کړی دی.

له طالبانو وړاندې په افغانستان کې د ایران سفیر حسن کاظمي قمي ویلي وو چې ایراني متخصصان په لومړي ځل د هلمند سیند د اوبو د لانجې په تړاو د افغانستان د ارزګان ولایت دهراود ولسوالۍ ته تللي دي.

په افغانستان کې د ایران سفیر حسن کاظمي قمي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې امیرخان متقي له عبداللهیان نه غوښتي چې کابل ته سفر وکړي، خو طالبانو په دې اړه تر اوسه رسمي څه نه دي ویلي.

په ورته وخت کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل بیا د یکشنبې په ورځ د یو ټویټ له لارې وویل چې د ایران پارلمان یو ۷ کسیزه پلاوی کابل ته رسېدلی دی.

ضیا احمد تکل لیکلي چې ایراني پلاوي له امیرخان متقي نه غوښتي چې د نشه توکو د قاچاق د مخینوي او دغه شان په سرحدی سیمو کې د ښه امنیت لپاره ګوټلی ګامونه پورته کړي.

د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال په خبره، امیرخان متقي ایراني پلاوي ته په دې برخه کې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړی.

د ایران او طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیرانو تر منځ د حقابې په اړه په داسې حال کې خبری کېږي چې له دې وړاندې په ځلونو دواړو خواو په دې تړاو يو بل پړ ګڼلي دي.