د تهران محکمې له امریکا څخه د ۳۳۰ میلیون ډالره تاوان غوښتنه کړې

تصویر له ارشیفه، د ایران پلازمېنه تهران

د ایران قضايي اداره وایي، د تهران یوې محکمې حکم صادر کړی، چې د امریکا د متحده ایالاتو حکومت باید د هغې کودتا له امله د رامنځ ته شویو زیانونو په خاطر ۳۳۰ ملیون ډالره تاوان ورکړي، چې دغه هېواد په ۱۹۸۰ کال کې د ایران د نوي تاسیس شوي اسلامي جمهوریت پر ضد پلان کړې وه.

د فرنسپرس خبري اژانس د راپورله مخې، په ۱۹۷۹ کې د اسلامي انقلاب له بریالي کیدو یو کال وروسته چې د امریکا ملاتړی شاهي نظام یې نسکورکړی و، یوې ډلې چې اکثره یې افسران وو، هڅه وکړه چې نوي حکومت نسکورکړي.

د ایران دولتي اژانس ایرنا وویل، چې بغاوت کوونکو چې مشري یې د ایران د هوايي ځواکونو پخواني قومندان سعید مهدیون کوله، قرارګاه یې د لویدیځ ولایت همدان په نوژه کې وه.

د کودتاچیانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ نښتو کې یو شمېر کسان وژل شوي او لسګونه نور نیول شوي وو.

د ایرنا د راپورله مخې د دوی هدف دا و چې په ټول هیواد کې د پوځي اډو کنټرول ترلاسه کړي او ستراتیژیک مرکزونه او د انقلاب د مشرانو استوګنځایونه په نښه کړي، خو هڅې یې ناکامې شوې.

د قضایي ادارې اړوند میزان ویبپاڼې د راپورله مخې، تېرکال په دغه کودتا کې د وژل شویو کسانو خپلوانو د ایران له نړیوالې محکمې د تاوان غوښتنه کړې وه.

د ایران دا ځواکونه، چې د نظام ساتونکي بلل کیږي، د ۱۹۸۰ کودتا په شنډولو کې یې مهم رول درلود

دوی؛ په ځانګړې توګه متحده ایالات د دغې کودتا په پلان او اجراکولو تورن کړی و.

قضایي اداره زیاتوي، محکمې د دوی د غوښتنې په ملاتړ حکم وکړ، چې د امریکا متحده ایالات باید مدعیانو ته دېرش میلیون ډالره مادي او اخلاقي تاوان او ۳۰۰ ملیون ډالره هم د مجازاتو په توګه ورکړي.

د ۱۹۷۹ کال تراسلامي انقلاب وروسته واشنګټن او تهران په خپلو کې ډیپلوماتیکي اړیکې نه لري.

د فرانسپرس په وینا، په ۱۹۵۳ کال د بریتانیا او امریکا استخباراتي ادارو هم د ایران د وخت د صدراعظم محمد مصدق په مشرۍ د حکومت، چې تازه یې د دې هېواد نفت ملي اعلان کړي و، د نسکورولو لپاره هڅې رهبري کړې وې.

په ۲۰۱۶ کال د امریکا سترې محکمې حکم وکړ،چې په متحدو ایالتونو کې د ایران کنګل شوې شتمنۍ دې د هغو حملو د قربانیانو کورنیو ته د تاوان په توګه ورکړل شي، چې واشنګټن یې پړه پر تهران اچولې.

په دغو بریدونو کې په ۱۹۸۳ کال په بیروت کې د امریکا د سمندري ځواکونو پرقرارګاه او په ۱۹۹۶ کال په سعودي عربستان کې چاودنه شامل دي.

تهران، چې په دغو حملوکې یې لاس لرل ردکړي، وایي یو شمېر امریکایي محکمو د دغو حملو قربانیانوته د ۵۶ ملیارډ ډالرو تاوان ورکولو فیصلې کړي دي.

د تهران دغه محکمه، دغه حکم داسې مهال صادروي چې په دې وروستیو کې د ایران او متحدو ایالتونو ترمنځ د یوې هوکړې له مخې متحده ایالات په ایران کې د پنځو زنداني امریکایانو د ازادولو لپاره په جنوبي کوریا کې د ایران ۶ ملیارډ ډالره کنګل شوې شتمني ازادوي.