له بشري حقونو سرغړونې؛ رسنۍ: ډېری دا سرغړونې د طالبانو د واکمنۍ په څلورو میاشتو کې شوي

د طالبانو وسله وال غړي

ایریش اګزامینر:

ایریش اګزامینر ورځپاڼې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یا یوناما وروستي راپور ته پام اړولی چې ویلي یې دي له کله چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي، د روان ۲۰۲۳ کال د جون تر میاشتې له بشري حقونو څخه د سرغړونو لږترلږه اته سوه موارد په دې هېواد کې ثبت شوي دي.

د ورځپاڼې په لیکنه یوناما ویلي چې د دغو سرغړونو اکثره قربانیان د افغانستان د پخوانیو امنیتي او دفاعي ځواکونو افسران دي چې لږترلږه دوه سوه یې له محاکمې پرته وژل شوي دي.

ایریش اګزامینر لیکي، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنر ولکر ترک د دغه راپور له خپرېدو سره هممهاله د پخواني حکومت د امنیتي ځواکونو د غړیو پر وړاندې د ناوړه چلند یو ټکان ورکوونکی تصویر ورکړی دی.

هغه له طالبانو غوښتي چې خپلې ژمنې او مسوولیتونه پرځای کړي او د پخوانیو افسرانو د بشري حقونو د نقض مخه ونیسي او هم یې د سرغړونو عاملان عدالت ته راکاږي.

د هغه په وینا، طالبانو ډاډ ورکړی و چې دغه افراد به نه په نښه کېږي، خو د هغوی پر وړاندې دا ډول چلندونه د ده په خبره د خلکو باور ته خیانت دی.

ورځپاڼې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت اعلامیې ته هم اشاره کړې چې ویلې یې دي په دې اړه چې د طالبانو چارواکو او مسوولانو دې له بشري حقونو څخه سرغړونې ترسره کړې وي، معلومات نه لري.

د ورځپاڼې په لیکنه په اعلامیه کې ویل شوي چې په دې اړه چې د اسلامي امارت امنیتي چارواکو دې له محاکمې پرته وژنې، غیرقانوني نیونې، شکنجې او یا د بشري حقونو خلاف نور اعمال ترسره کړي وي، کوم موارد نه دي ثبت شوي.

خو د ورځپاڼې په لیکنه اکثره دغه سرغړونې د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو څلورو میاشتو کې ترسره شوي او د یوناما په خبره د پخوانیو نږدې دووسوو امنیتي ځواکونو د غړیو نیمایي یې هم په دې موده کې وژل شوي دي.

نېشنل ریویو:

امریکایۍ نېشنل ریویو خپرونې، افغان ښځې باید هیرې نه شي، تر سرلیک لاندې یوه لیکنه خپره کړې او لیکي، مخکې له دې چې امریکایي ځواکونو په ګډوډۍ کې له افغانستانه ووځي، د طالبانو ویندویانو پرله‌پسې دا خبره کوله چې د ښځو حقونو ته به پام کېږي او هغوی به د کار او زده کړې له حق څخه نه بې برخې کېږي او ټول حقونه به یې تامینېږي، خو د ورځپاڼې په لیکنه دا ټولې ژمنې په یوه ټکي پورې تړلې وې او هغه دا چې دغو حقونو ته به د اسلامي شریعت له مخې عملي بڼه ورکول کېږي.

نېشنل ریویو وړاندې لیکي، کله چې طالبانو خپل واک غښتلی کړ، د هرې ورځې په تېرېدو یې پر ښځو او نجونو محدودیتونه ولګول.

له شپږم ټولګي پورته نجونې او ښځې له منځنيو، ثانوي او پوهنتوني زده کړو راګرځول شوي او ښځې د ملګرو ملتونو د ادارو په ګډون په نادولتي موسسو کې له کارکولو منع شوي چې په نتیجه کې یې په میلیونونو افغان نجونې او ښځې له یوه بې برخلیکه حالت سره مخامخ شوي دي.

ورځپاڼې له امریکا او د نړۍ له نورو هېوادونو غوښتي چې د افغان نجونو او ښځو د برخلیک په اړه بې تفاوته پاتې نه‌شي.