ملګري ملتونه: په افغانستان کې د مرستندویه سازمانونو ۳۸ کارکوونکي وژل شوي

ارشیف: په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام په مرستو توکو بار موټرې چې کارکوونکي یې پکتیکا ته لېږدوي.

د افغانستان لپاره د بشري مرستو همغږی کوونکی دانیال اندرس وايي، مرستندویه کارکوونکي په پراخه کچه هدف ګرځول کېږي او یوازې په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې د دغه سازمانونو ۳۸ کارکوونکي وژل شوي.

هغه دا خبره پرون د بشرپالنې د نړیوالې ورځې په مناسبت په هغه تصويري پیغام کې کړې، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا په خپله X شبکه یا پخواني ټوټیرخپور کړی دی.

د اوچا مشر دا هم تاییدوي چې اوس‌مهال یو شمېر مرستندویان بندیان دي، خو نوموړی په دې اړه ډېر جزییات نه ورکوي، چې دا کسان کله او چېرته نیول شوي او د چا له‌خوا بندیان شوي دي.

ښاغلی اندرس زیاتوي، د مرستندویه کارکوونکو پر وړاندې دا ډول ګواښونه د نه منلو وړ دي.

د یوې مرستندویه ادارې کارکوونکی افغان ښځو سره د مرستې د وېش پر مهال - ارشیف

نوموړی وایي:

"موږ د هغو مرستندویه کارکوونکو د درناوي لپاره یو شېبه سکوت کوو، کوم چې د دندې پر مهال وژل شوي، ټپي شوي، اختطاف شوي، نیول شوي او یا هم بندیان دي. په دوی کې هغه ۳۸ مرستندویه کارکوونکي هم شامل دي چې په تېرو دوو کلونو کې وژل شوي چې زیاتره یې د ګوزڼ پر ضد واکسیناتوران او ماین پاکوونکي دي. "

د افغانستان لپاره د بشري مرستو همغږی کوونکی خبرداری ورکوي، چې د مرستندویه کارکوونکو له شتون پرته به میلیونونه افغانان هغو لومړنیو اسانتیاوو ته لاس‌رسی و نه لري، کوم چې هر بشر د ژوندي پاتې کېدو لپاره ورته اړتیا لري.

واک ته د طالبانو له بياځلي رسېدو وروسته، د مرستندویه کارکوونکو پر وړاندې تر ټولو بده ورځ د ۱۴۰۰ کال د کب ۴مه وه.

په دې ورځ په کندز ولایت کې په درې پېښو کې ۷ واکسیناتوران ووژل شول، چې ۴ ښځې هم په کې شاملې وې.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د اوچا د دې خپرو کړو شمېرو او د نیول شویو مرستندویانو د نیولو په په اړه د ازادي راډیو پوښتنه ځواب نه‌کړه.

د بشري او اقتصادي ناورین له شدت سره، په افغانستان کې د بشري مرستو اړتیا تر بل هر وخت زیاته شوې ده

په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د بشري مرستو همغږی کوونکی دانیال اندرس د دې یادونه هم کوي، چې په دې هېواد کې بشري اړتیاوي اوج ته رسېدلي او له ۲۹ میلیونو څخه زیات افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.

هغه افغانانو ته د مرستو رسولو لپاره د مالي مرستو د کمېدو خبرداری هم ورکوي او زیاتوي، دا وضعیت د میلیونونو وګړو ژوند او روغتیا ګواښي.

د طالبانو حکومت هم مني چې په ځينو برخو کې مرستې کمې شوې دي.

د دوى د عامې روغتیا وزارت سرپرست قلندر عباد د يکشنبې په ورځ ملت ته د حساب ورکونې په نوم غونډه کې وويل، د بهرنیو مرسته کوونکو د ملاتړ د کمېدو له امله په ځینو برخو کې روغتیايي خدمتونه زیانمن شوي دي٠

د افغانستان لپاره د بشري مرستو د همغږي کوونکي دفتر یا اوچا له قوله، همدا اوس له ۲۹ میلیونو زیات افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري، په داسې حال کې چې دوی تېر کال په ټول افغانستان کې له نږدې ۲۶ میلیونه ډېرو وګړو سره مرسته کړې ده.