جرمني ۶۵۹ افغان کډوال وېستي؛ برازیل کې هم افغان کډوال ګڼو ستونزو سره مخ دي

د جرمني د کډوالو یو کمپ - ارشیف

د هغو معلوماتو له مخې، چې د لومړي ځل لپاره د Neue Osnabrücker Zeitung جرمنۍ ورځپاڼې د شنبې په ورځ (اګست ۱۹مه) خپاره کړل، د روان کال په لومړۍ نیمايي کې ۷۸۶۱ کډوال له جرمني څخه اېستل شوي، چې ۶۵۹ یې افغانان دي.

دا شمېره د ۲۰۲۲ کال د همدې مودې په پرتله ۲۷ سلنه زیاتوالی ښيي.

په همدې حال کې هغه افغانان چې په خپل هېواد کې د جګړې له امله تښتېدلي، نه یوازې دا په جرمني او نورو اروپايي هېوادونو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي؛ بلکې هغه افغانان چې په ډېر کړاو برازیل ته رسېدلي، هغوی هم له دغو ستونزو څخه خوندي نه دي.

برازیل یو شمېر هغو افغانانو ته چې په تېرو دوو کلونو کې له افغانستانه کډوال شوي، د بشري دلایلو له مخې په موقت ډول د پاتې کېدو اجازه ورکړې ده.

د برازیل هوایي ډګر- یو شمېر افغان کډوال د برازیل له لارې نورو هېوادونو ته د نږدې کیدو لپاره سفرکوي

د راپورونو له مخې، د برازیل د بهرنیو چارو وزارت څه باندې یوولس زره افغانانو ته بشردوستانه ویزې صادرې کړي، خو د ماشومانو او لویانو په ګډون شاوخوا سل تنه لا هم د برازیل په ساو پاولو هوايي ډګر کې سختې ورځې او شپې تېروي.

دوی د مرستې او لنډمهاله سرپناه په تمه ناست دي.

د اسوشیېټډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، محمد زماني یو له دغو افغانانو دی چې تېره میاشت له خپلې امیندواره مېرمنې او پنځه کلنې لور سره برازیل ته ورسېد او په هوايي ډګر کې له یوې اوږدې او نارامه شپې وروسته لومړی روغتون ته ولاړ، بیا په ساحلي ښار پرییا ګرانډې کې لنډمهاله سرپناه ته لیږدول شوی.

زماني وایي:

"ما خپل ټول ژوند په افغانستان کې په جګړه کې تېر کړی، لومړی ایران ته لاړو، بیا مو واورېدل چې برازیل بشردوستانه ویزه ورکوي، اورېدلي مو وو چې د برازیل خلک ډېر مهربانه دي، له همدې امله مو سفر وکړ، راغلو برازیل ته، ترڅو زموږ ژوند ښه شي او موږ یو نوی ژوند پیل کړو."

د افغانستان بشري او عمومي وضعیت په پراخه کچه افغانان کډوالۍ ته اړ وېستي - ارشیف

د اسوشیتد پرس په وینا، هغه افغانان چې د بشردوستانه ویزې په درلودلو سره په برازیل کې کار کولای شي، خو ژبه یې د ډېرو لپاره یو خنډ دی.

په پناه ځایونو کې افغانانو ته په پرتګالي ژبه زده کړه ورکول کیږي او په ټولنه کې د هغوی د ادغام په برخه کې مرسته ورسره کیږي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د دفتر په وینا، افغانان په نړۍ کې د کډوالو یو له سترو نفوسو څخه تشکیلوي.

په ټوله نړۍ کې 2.6 میلیونه راجستر شوي افغان کډوال شته، چې 2.2 میلیونه یې یوازې په ایران او پاکستان کې راجستر دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د دفتر د شمېرو له مخې، افغانستان له تېرو څلوېښتو کلونو راهیسې له جګړو، طبیعي پېښو، اوږدمهاله بې وزلۍ او د خوړو له کمښت سره مخ دی.

درې نیم میلیونه افغانان په دغه هیواد کې دننه او له خپلو اصلي سیمو څخه بې ځایه شوي دي.