د میدان وردګو ځینې اوسېدونکي: په سېلاب ځپلو سیمو کې بېلابېلې ناروغۍ زیاتې شوي

په میدان وردګو کې سېلابونو درانه زیانونه اړولي دي. July - 22 - 2023

د میدان وردګو ولایت د جلرېز ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي، د وروستیو سېلابونو له کبله په سیمه کې په بېلابېلو ناروغیو د اخته کسانو شمېر زیات شوی دی.

دوی وايي، دغلته لسګونه کورنۍ په ډېر بد وضعیت کې تر شنه اسمان په خیمو کې پر لمدو ځمکو ژوند هم کوي.

بل‌خوا طالب مسوولان هم وايي چې د دغه ولایت په سېلاب ځپلو سیمو کې یو شمېر خلک په ناروغیو اخته شوي دي.

نور حال د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د وردګو راپور