د طالبانو د اوبو او برېښنا وزات: پر یو شمېر سیمو د سختو ورښتونو اټکل شوی

د ورښتونو شدت د کابل سېند اوبه هم زیاتې کړي او ور څېرمه خلک اندېښمن دي

د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت وايي چې د هېواد په ځینو سیندیزو حوزو کې له پرون راهیسې پیل شوي سخت ورښتونه، د اوبو د کچې لوړېدل او د سیندونو توپانونه به نن هم دوام وکړي.

دغه وزارت د هواپېژندنې د ادارې په حواله ویلي، چې دا طبیعي پېښې، د نړیوال اقلیمي بدلون د ناوړه اغېزو پایله ده.

د افغانستان د هواپېژندنې ادارې د وریاوو او د واورو د ویلې کېدو له کبله په تېره د کونړ، لغمان، پکتیکا، پکتیا، خوست، لوګر، غزني، زابل، ترینکوټ او ارغنداب په سیندونو کې د اوبو د سطحې د لوړېدو او په پایله کې یې د سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.

نوموړې ادارې پر خپل ټويټر په یوه بیان کې د دې سیندونو په شاوخوا کې له اوسېدونکو خلکو غوښتي، چې د خپل ځان او د خپلو ماشومانو د خوندیتوب لپاره دې د سېلابونو د راوتو پرمهال سمدستي د سیندونو پر غاړه د پرتو کورونو او د کوزنیو سیمو خلکو ته خبر ورکړي.