اسلامي پراختیایي بانک: افغانستان ته مو ۳۲ میلیون ډالره مرسته ټوله کړې

په سعودي کې د اسلمي پراختیایي بانک دفتر

د اسلامي همکاریو سازمان او اسلامي پراختیایي بانک د افغاني سرې میاشتې له یوه روغتون سره د مرستو خبر ورکړ.

د دغو بنسټونو استازیو پرون په سعودي عربستان کې وویل، چې د افغاني سرې میاشتې له هغه روغتون سره به چې پکې د هغو ماشومانو درملنه کیږي چې زړونه یې سوري شوي وي مالي او تخنیکي مرستې وکړي.

د افغانستان لپاره د اسلامي پراختیایي بانک ځانګړي سلاکار محمد بن جمال ساعتي وایي چې د افغانستان د روغتیا، پوهنې او د څښاک د اوبو په برخو کې اسلامي پراختیایي بانک یو مرستندوی صندوق جوړ کړی دی چې تر اوسه پکې دوه دېرش میلیون ډالره راټول شوي دي.