عبداللهیان: له منځني ختیځ څخه راغلي داعش مشران طالب واکمنۍ ته ننګونکي دي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر، حسین امیر عبداللهیان

د ایران د بهرنیوچارو وزیر وايي د داعش مشران او جنګیالي له سوریې، لېبیا او عراق څخه افغانستان ته تللي دي.

حسین امیر عبداللهیان د ایران له ایسنا خبري اژانس سره په مرکه کې د اسنادو او شواهدو له ښودلو پرته وویل، د داعش مشران او وسله وال په وروستیو میاشتو کې له عراق، سوریې او لیبیا څخه افغانستان ته لېږدېدلي دي چې دا په افغانستان کې د اوسنیو واکمنو پر وړاندې یوه ننګونه ده.

عبداللهیان په افغانستان کې د داعش حضور د ایران لپاره ګواښ وباله او ویې ویل چې ایران له افغانستان سره ۹۰۰ کیلومتره پوله لري نو د افغانستان هرراز ناامني د ایران پر امنیت اغېز کولی شی.

طالبانو د نوموړي څرګندونو ته تراوسه غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې وړاندې یې په افغانستان کې د داعش په ګډون د تروریستي ډلو فعال حضور او د دوی د حکومت او نورو هېوادونو پر وړاندې ګواښیدل رد کړي.