افغانستان ته یو شمېر ستنې شوې څېرې: امنیت او د طالبانو چلند ښه نه و، بېرته هېواد نه ووتو

افغان شخصیتونو سره د طالبانو د حکومت د تماس کمېسیون - پخوانی انځور

د طالبانو د حکومت، په همغږۍ هېواد ته یو شمېر ستاینه شوي افغان شخصیتونه ادعا کوي، چې د امنیتي ستونزو له امله بیرته هېواد پرېښودو ته اړ شوي.

د دوی له ډلې د کاروان پوهنتون ریس جنت فهیم چکري وایي: "زما هیله وه چې زه هیواد کې بېرته ژوند وکړم، او هلته پاتې شم، خو له بده مرغه چې د اسلامي امارت له خوا موږ سره ښه چلند ونشو."

فهیم چکري له هغه کسانو دی، چې د طالبانو حکومت، افغان شخصیتونو سره د ارتباط کمېسیون له لارې هیواد ته بلل شوی و خو وايي، بېرته له افغانستان وتی دی.

د نوموړي په خبره د عفوه کارت یې هم تر لاسه کړی و، خو د طالبانو د حکومت له خوا ورسره ښه چلند نه کیده.

نوموړی زیاتوي چې له ګڼو ګواښونو سره مخ و، ځکه یې له هېواده بېرته وتل غوره وګڼل.

چکري زیاتوي:" بل دا چې ګواښونه هم ډېر وه راته، که څه هم مشخص کسان نه وو، دا موضوع مې د اسلامي امارت له استخباراتو سره هم شرېکه کړه، د کمېسیون سره هم چې موږ ته یې کارتونه راکړي وو، له هغوی سره مو هم شریک کړه، خو سم ځواب مې تر لاسه نکړ، نو ځکه مې غوره وګڼله چې افغانستان پرېږدم، او ووځم.)

د تیر جمهوري نظام پر مهال د ولسي جرګې غړی کمال ناصر اصولي هم هغه کس دی، چې د طالبانو حکومت له خوا افغان شخصیتونو سره د ارتباط کمیسیون له لارې هیواد ته تللی و. اصولي وايي اوس هم هېواد ته تګ او راتګ لري.

ښاغلی اصولي په هیواد کې دننه ستونزې هم مني او زیاتوي، چې په افغانستان کې د اساسي قانون نشتوالی، د شته ستونزو اصلي لامل دی.

هغه وایي:" زه وطن ته راغلم او د ولس په چوپړ کې یم، او وم به، هېواد کې یم، کله ځم او کله راځم، په اوسېدلو کې ستونزه نلرم، خو ځینې ستونزې په ټول افغنستان کې شته دي، چې تر اوسه په ټوله کې دولت اساسي قانون نه لري، لا د اساسي قانون تر چتر لاندې امنیتي ارګانونه خپل مسولیتونه نه پېژني، په ځینو ځایونو کې ظلم او زیاتی شته، دا ظلم او زیاتی هغه وخت کې له مینځه تلای شي، چې دولت کورنی مشروعیت او اساسي قانون جوړ کړي."

د افغانستان د پرزول شوي جمهوري نظام د ولسي غړی - کمال ناصر اصولي

د یادونې ده، چې یو شمېر نور شخصیتونه هم، چې افغان شخصیتونو سره د طالبانو حکومت د ارتباط کمېسیون له خوا افغانستان ته بلل شوي وو، بېرته له هیواده وتي.

له دوی څخه ځینو یې ازادي راډیو ته دا موضوع تایید کړه، خو ویې نه غوښتل چې په اړه یې خبرې وکړي او يا يې راپور کې نومونه واخيستل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې په تېر جمهوري نظام کې د بلخ ولایت د چهاربولک ولسوالۍ د سیمه‌ییزو پولیسو قومندان لعل محمد غریبزاده چې د خپلوانو په خبره یې دا هم افغان شخصیتونو سره د طالبانو حکومت د ارتباط کمېسیون له خوا هيواد بلل شوی و، د تېرې پنجشنبې په ورځ د چهاربولک-مزارشریف په لاره کې ووژل شو.

که څه هم په بلخ کې د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د ښاغلي غریب زاده یوه خپلوان چې نه یې غوښتل د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي ازادي راډيو ته وویل، نوموړی د مزار چیمتال په لاره کې په یوه رینجر موټر کې سپرو و چې د نامعلومو وسله‌والو له خوا ووژل شو.

د هغه خپلوان وویل: "لعل محمد غریبزاده چې د طالبانود د عفوه کارت یې هم تر لاسه کړی و، او د همدې کمیسیون له لارې افغانستان ته وغوښتل شو، لا وخت تیر نه و چې په ډيرې بې رحمۍ سره ووژل شو، اوس د امنیتي ځواکونو اندیښنه همدا ده، کې موږ بیرته هیوادته ولاړ شو، کیدای شي موږ باند ېې هم همدا حالت راشي، نه پوهیږم چې د چا له خوا ووژل شو، خو هغه کسان چې افغانستان ته بلل کیږي، باید د هغوی دامنیت د نیولو مسولیت طالبان واخلي."

ومو غوښتل د دغو ادعاوو او انتقادونو په اړه افغان شخصیتونو سره د طالبانو حکومت د اړتباط کمېسیون د ویاند احمد الله وثیق نظر هم واخلو، خو نوموړي زمونږ پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون د شنبې په ورځ په یوه ټویټ کې ليکلي، چې يوازې تېره اونۍ ۱۵ تنه افغان شخصیتونه د دوی له لارې هېواد ته بلل شوي دي.

د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې باختر اطلاعاتي اژانس بیا ، د دغه کمېسیون د ویاند احمدالله وثیق په حواله لیکلي، چې تر اوسه د تېر حکومت ۶۰۵ سیاسی څېرې او غړي افغانستان ته راستانه شوي دي.

د نوموړي په خبره، په دې کسانو کې د تېر حکومت وزیران، والیان د دوی مرستیالان او د پارلمان غړي شامل دي.

د یادونې ده، چې پر افغانستان د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو ورسته د تېر جمهوري نظام ډیر چارواکي او مطرح شخصیتونه له افغانستان وتلي دي.