متقي: د افغانستان خاوره به د نورو هېوادونو پر ضد نه کارول کېږي

د عکس ښي لور ته د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي او چپ لور ته د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی اصف درانی په کابل کې د لیدنې پر مهال

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر امیر خان متقي د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي اصف دراني سره په لیدنه کې د خپل حکومت هغه ژمنه بیا تکرار کړه چې د افغانستان خاوره به د نورو هېوادونو پر ضد نه کارول کېږي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې امیر خان متقي او اصف دراني د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي او سوداګریزو همکاریو په اړه خبرې وکړې.

په اعلامیه کې د متقي له قوله ویل شوي، چې افغانان هیچا ته ضرر نه رسوي او د دوی هڅه دا ده چې په سیمه کې امن او ثبات ته کار وشي.

په دې لیدنه کې د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګریزو همکاریو ستاینه کړې او د امنیت په برخه کې یې هم د ګډ کار غوښتنه کړې ده.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې پاکستاني لوري د دوه اړخيزو سیاسي، اقتصادي او نورو مېکانېزومونو د جوړولو او پلي کولو، افغانانو ته د ویزو په برخه کې د اسانتیاوو راوستلو، په پاکستان کې د افغان زندانیانو او د سوداګرو د ستونزو د حل په برخو کې هم ډاډ ورکړی.

خو خبریال او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مسایلو شنونکی طاهر خان بیا وايي، د دې سفر مهم هدف په پاکستان کې د ناامنیو د پېښو له ډېرېدو وروسته د طالبانو حکومت سره د پاکستاني د اندېښنو او غوښتنو شریکول دي.

خبریال او د افغانستان او پاکستان د مسایلو شنونکی طاهر خان

طاهر خان ازادي راډيو ته وویل: "دا سفر د بلوچستان د ژوب له تازه پېښې وروسته چې د سختو بیانونو تبادله شوې ده او د پوځ د مشر، دفاع وزیر او پوځي قومندانانو کوم بیانونه راغلي چې له هغې سره د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ وضعیت ترینګلی شوی. د دې بیانونو په ځواب کې د طالبانو د ویاند الفاظ هم داسې و چې سخت ورته ویلای شو، نو زما په نظر د دراني د سفر په اجنډا کې به د ټي ټي پي موضوع مهمه وي."

طاهر خان وايي، تر دې مخکې هم افغانستان ته د پاکستاني چارواکو په سفرونو کې مهمه غوښتنه د پاکستاني طالبانو پر وړاندې اقدامات کول و.

د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي وسله وال غړي

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی اصف درانی داسې مهال افغانستان ته سفر کوي چې په وروستیو کې خپله د اصف دراني په ګډون د پاکستان د دفاع وزیر او نورو پوځي مشرانو په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو په شتون اندېښنه ښودلې او ادعا یې کړې چې پاکستاني طالبان په افغانستان کې فعال دي او له هغه ځایه په پاکستان کې بریدونه تنظیموي، هغه ادعا چې په افغانستان کې واکمن طالبان یې ردوي.

په دې اړه نور: د طالبانو څرګندونو ته د خواجه اصف غبرګون: د ترهګرۍ د مخنيوي لپاره له هرې وسيلې کار اخلو 

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې پر یوې پوځي چاوڼۍ له برید وروسته چې تر لسو ډېر پاکستاني سرتېري په کې ووژل شول، د پاکستان پوځ په یوه اعلامیه کې ګواښ کړی و چې دا ډول بریدونه د زغملو نه دي او که په افغانستان کې واکمن طالبان د هغو کسانو چې په دې ډول پېښو کې لاس لري، مخه یې ونه نیسي، دوی به یې خپله پر وړاندې اقدام وکړي.

خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت بیا دا تور رد کړی او ویلي یې دي چې که پاکستان ثبوتونه لري، له دوی سره دې شریک کړي چې پر وړاندې یې اقدام وکړي.