د ملګرو ملتونو امنيت شورا د مصنوعي ځيرکتيا پر خطرونو بحث کوي

په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یوه غونډه

ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا دا اوونۍ په خپله لومړۍ رسمي غونډه کې د مصنوعي ځیرکتیا پر موضوع بحث وکړي.

بریتانیا به پر نړیواله سوله او امن د ټکنالوژۍ د دې پدیدې د اغېزو په باب د نړیوال ډیالوګ غوښتنه وکړي.

په نړۍ کې حکومتونه پر دې غور کوي، چې د مصنوعي ځیرکتیا د ظهور خطرونه څنګه راکم کړي، هغه پدیده چې ښايي وکړای شي د نړۍ د اقتصاد بڼې او د نړیوال امن لیدلوري ته تغییر ورکړي.

بریتانیا چې روانه میاشت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دوره يي مشري ورترغاړې ده، د مصنوعي ځیرکتیا پر مقرراتو د نړیوالې رهبرۍ د ټینګولو هڅه کوي.

د سې‌شنبې په ورځ به د دغو بحثونو مشري د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر جیمز کلورلي کوي.