چارواکي: د روسي ځواکونو توغندويي بريدونو خارکیيف کې يو کس وژلی 

د اوکراین په خارکییف کې د روسي توغندیو له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور

د اوکراین چارواکي وايي، پرون د دغه هېواد د ختیځ تر ټولو لوی ښار خارکییف کې د روسیې د توغندي په برید کې یو کس وژل شوی او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

د خارکییف والي اوله سینيهوبوف په ټلېګرام کې لیکلي، چې په دې برید کې د خارکییف په جنوب کې یو کس وژل شوی.

هغه تر دې مخکې ویلي وو، چې د پېښې په ساحه کې اور لګېدلی او روغتیايي کارکوونکو ۴ ټپیان په روغتون کې بستر کړي دي.

د خارکییف ښاروال ایهور تیریخوف بیا پر جنوبي ولسوالۍ پر اوسنوفیانسکي په برید کې د ټپیانو شمېر ۷ یاد کړی دی.

رویټرز خبري اژانس لیکلي، چې د حملې جزییات او د مرګژوبلې شمېر په خپلواک ډول نه‌شي تاییدولی.