پاکستان ته د طالب استازي سفر؛ د رېلګاډي پروژې په اړه خبرې کوي

د افغانستان - پاکستان د رېلګاډي پروژه - ارشیف

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې لپاره د طالبانو د حکومت رییس له پاکستاني او ازبکستاني چارواکو سره د رېلګاډي د پروژې په اړه د خبرو لپاره پاکستان ته تللی دی.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د باختر خبري آژانس د راپور له مخې ملا بخت الرحمن شرافت به له پاکستاني چارواکو سره د ټرانز – افغان د پروژې په اړه خبرې وکړي.

ویل شوي چې د دغې پروژې تخنیکي اړخونه به د ازبکستاني چارواکو په ګډون په یوه درې اړخیزه غونډه کې وڅېړل شي.

تر دې مخکې تېره اونۍ د هرات – خواف د اوسپنې پر پټلۍ د سوداګریزو توکو لېږد رالېږد پیل شو.

دغه ۲۲۵ کیلومتره پټلۍ هرات د ایران له خواف سره نښلوي.