اوچا: افغانستان د اقلیمي بدلون له اړخه یو له تر ټولو زیانګالو هېوادونو دی

ارشیف: د افغانستان یوه غره ییزه سیمه، چې خلک د اوبو لازمې اسانتیاوې په کې نه لري

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي، افغانستان په نړۍ کې د اقلیمي بدلون له اړخه یو له تر ټولو زیانګالو هېوادونو دی.

د اوچا په وینا، افغانستان د نړۍ په لسو هېوادونو کې راځي چې تر ټولو زیات اقلیمي او طبیعي افتونه تجربه کوي.

اوچا وايي، وچکالي چې د خلکو معیشت خرابوي او لوږه زیاتوي په سختېدو ده.

اوچا نن په خپل ټویټر کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونیو ګوټېرېش خبرداري ته اشاره کړې، چې ویلي یې دي د "اقلیم بدلون اوس له کنټروله وتلی دی."

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره وايي، افغانان د اقلیمي بدلون په وړاندې د مبارزې لپاره عاجل ملاتړ ته اړتیا لري.