د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۲

د چاپیریال ساتنې د څار بنسټ: افغانستان د اقلیمي بدلون د زیان تر کرښې لاندې دی


د افغانستان د چاپیریال ساتنې د څار بنسټ وايي، افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې د اقلیمي بدلون د زیان تر کرښې لاندې دي.

د افغانستان د چاپیریال ساتنې د څار او د اقلیم په برخه کې د نن عمل بنسټ، په افغانستان کې د اقلیمي بدلونونو منفي تأثیرات د اندېښنې وړ بولي او په دې برخه کې د جدي اقداماتو غوښتنه کوي.

د دغو بنسټونو مسؤلین له حکومته غواړي چې د ځمکې د ګرمښت د منفي تأثیراتو په وړاندې د مبارزې لپاره هر اړخېز پروګرامونه او مېکانیزمونه جوړ او د دغه پدیدې له خطرونو څخه اغېزمن خلک خوندي کړي.

د اقلیم په برخه کې د نن عمل د پروګرامونو رئیس عظیم دوستي د سې شنبې په ورځ په کابل کې په دې اړه جوړې شوي بحث ته وویل، د اقلیمي بدلونو د منفي تأثیراتو سره د اغېزمنې مبارزې لپاره د سکتوري ادارو ترمنځ ګډې همکارۍ او همغږۍ ته اړتیا ده.

دی وايي:

"د زیاتره سکتوري ادارو رئیسان او مسؤلین دلته حضور لري، اړتیا دا ده چې موږ په ګډه يوه داسې هر اړخېزه او ځانګړي تګ‎لاره رامنځته کړو چې د اقلیمي بدلونو په وړاندې ځواب ویونکې وي."

ښاغلی دوستي وايي، دا چې افغانستان يو کرنیز هېواد دی او د زیاترو خلکو ژوند په کرنې او مالدارۍ پورې تړلی، نو د اقلیمي بدلونو منفي اغېز د خلکو په اقتصاد هم تأثیر کوي چې له امله يې په هېواد کې د فقر کچه هم لوړېدای شي.

د افغانستان د چاپیریال ساتنې د څار بنسټ د معلوماتو له مخې د حرارت د درجې په لوړېدو او د ځمکې د ګرمښت له امله کرنیز محصولات په ځانګړي توګه د حبوباتو حاصلات کمېږي چې دغه چاره په ټولنه کې د فقر لامل کېږي.

د دوی په خبره افغانستان د اقلیمي بدلونو د زیانونو له پلوه ډېر اغېزمن خو د دغو بدلونو د منفي تاثیراتو سره د مبارزې په برخه کې ډېر وروسته پاتې او کمزروی هېواد دی.

په ورته وخت کې د چاپیریال ساتنې په برخه کې د ولسمشر سلاکارعباس بصیر چې د اقلیمي بدلونونو په دغه بحث کې يې ګډون درلود وویل، سره له دې چې افغانستان د اقلیمي بدلونو له پلوه له د ډېرو زیانمنو هېوادونو څخه دی خو د دغو زیانونو د مخنیوي لپاره لازم ظرفیت نه‎لري.

ښاغلي بصیر زیاته کړه:

"افغانستان يو له ډېرو زیانمنو هېوادونو څخه دی په داسې حال کې چې د دغه پدیدې سره مبارې لپاره ډېره کمه امادګي لري، د يوه امریکايي پوهنتون د څېړنو له مخې افغانستان د اقلیمي بدلونو په وړاندې د اسیا په کچه له ډېرو زیانمو او د نړۍ په کچه له ۱۴ هېوادونو څخه دی، خو له نیکه مرغه په دې برخه کې يو څه اقدامات شوي خو کافي نه‎دي موږ باید په دې برخه کې لا ډېر اقدامات وکړو. "

بل‎خوا د چاپیریال ساتنې ملي اداره وايي، د افغانستان دولت له تېرو اتو کلونو راهیسې د اقلیمي بدلونو سره د مبارزې لپاره يو لړ ځانګړي مېکانیزمونه په پام کې نیولي او دغه چاره د کورنیو او بهرنیو متخصصنو په همکارۍ پرمخ وړل کېږي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG