د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۳

خوست کې بزګرانو ته د غنمو د تخم د ويش خزاني کمپاین پیل شو


نن د پنجشنبې په ورځ په خوست کې د کرنې ریاست له‎خوا ۷۲۰۰ بزګرانو لپاره د غنمو د اصلاح شوي تخم او یوریا کیمیاوي سرې د وېش خزاني کمپاین پیل شو.

د خوست د بزګرانو لپاره د اړوند وزارت له‎خوا ۱۸۰ مټریک ټنه د غنمو تخم او ۳۶۰ مټریک ټنه د یوریا د سپینې سرې حصه ورکړل شوې چې د یاد ولایت په ۱۵ اداري واحدونو کې به پر مخکښو بزګرانو ووېشل شي.

چارواکي وايي، د غنمو د دې تخم په کرلو سره به له یوې خوا په یاد ولایت کې اصلاح شوی تخم دود شي او بل لوري ته به د غنمو په پیداوار کې هم ډېروالی راشي.

د خوست د کرنې ریاست چارواکو د یاد ریاست په چوکاټ کې ۷۲۰۰ هغه مخکښو خوستي بزګرانو ته چې د کرنیزو کوپراتیفونو په چوکاټ کې خپل فعالیت ترسره کوي، هغوی ته د غنمو د اصلاح شوي تخم او یوریا سرې وېش پیل کړ.

چارواکي وايي، دوی به بزګرانو ته د هر جریب ځمکې لپاره ۲۵ کېلو تخم او ۵۰ کېلو یوریا سره ووېشي.

د خوست د کرنې رئيس حفیظ‌الله شاه نوري وايي چې د غنمو تخم او کیمیاوي سرې د بیې یوازې ۴۰ سلنه بیه له بزګرانو اخیستل کېږي او توضیع کېدونکی تخم هم د خوست له اقلیم او اوبو سره توافق لري.

بل لوري ته د خوست چارواکي له‎دې کبله چې اړوند وزارت د کر په مناسب وخت کې بزګرانو ته تخمونه او سرې برابرې کړي، مننه وکړه، خو ويې‌ویل چې دا ولایت د هر ډول کرنیز پیداوار لپاره مناسبه اب و هوا او اقلیم لري او اړوند وزارت باید دې سیمې ته پاملرنه ډېره کړي.

د خوست والي پوهندوی حکم خان حبیبي وايي:

"دا چې کرنه د افغانستان د اقتصاد اساس تشکیلوي، بناءً خوست د هغو ولایتونو څخه دی چې د کرنې لپاره بهترین اقلیمي شرایط لري او د مختلفو کرنیزو توکو د تولیداتو لپاره په‎کې زمینه مساعده ده، زموږ لپاره هم په انکشافي سکټورونو کې لوموړیتوب لري، نو د اړوند وزارت څخه مو هیله دا ده چې د کرنې د پراختیا لپاره لکه څرنګه چې یې مرسته کړې، د اصلاح شویو تخمونو په برخه کې خپل فعالیتونه زیات کړي."

د خوست والي پوهندوی حکم خان حبیبي

چارواکو په افغانستان کې د کرنې د مېکانیزه کېدو پر اړتیا هم ټینګار وکړ او ويې‌ویل، که د دې هېواد زراعت مېکانیزه شي، نو یو بزګر به د سلو بزګرانو په اندازه له لږې ځمکې کرنیز پیداوار ولري.

د بزګري کواپرتیفونو د غړو په استازیتوب سیدګل حبیب شاه دوی ته د غنمو د اصلاح شوي تخم او سرې وېشل یو ښه ګام وباله او غوښتنه‌يې وکړه چې تر دې وروسته دې د کر لپاره د سپینې سرې پر ځای دوی سره د تورې سرې مرستې وشي، ځکه بزګران په اول کې د غنمو سره توره سره کري.

د خوست بزګران وايي چې په یاد ولایت کې د غنمو د اصلاح شویو تخمونو وېش په‎دې اهمیت لري چې دلته هر کال په یو شمېر سیمو کې ګلۍ کېږي چې له کبله‌يې نه‌یوازې غنم تویېږي، بلکې د غنمو فصل نباتي ناروغۍ پیدا کوي او کمزوري کېږي چې بیا بل کال د هغه تخم کرل ښه نتیجه نه‌ورکوي.

دوی هیله کړې چې د کرنې وزارت د تخمونو په تولید کې له یو داسې میتوده کار واخلي چې هر ولایت او ولسوالۍ ته په خپله سیمه کې اصلاح شوي تخمونه تولید کړي، څو په ټوله معنی د هغه سیمې له اقلیم او اوبو سره مطابقت ولري او ښه پیداوار ورکړي.

راپور: نجیب‌الله الوخېل

XS
SM
MD
LG