د ښځینه ښوونکو پر کار بندیز؛ یوې ښوونکې تولیدي کارخونه جوړه کړې

د زهرا فاضلي په کارخونه کې جوړ شوي دستکولونه

په داسې یو وضعیت کې چې د افغان ښځو کار له ستونزو سره مخ دی، یوې ښوونکې د یوې تولیدي کارخونې په جوړولو سره دولسو نورو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

زهرا فاضلي، چې پخوا یې د ښوونکې په توګه دنده ترسره کوله، اوس په لاس د اوبدونکو دستکولونو د یوې کارخونې مسووله ده.

نوموړې وایي، چې په افغانستان کې دننه او بهر یې خپلو توليداتو بازار موندنه کړې.

نور تفصيل د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د ښوونکې راپور