د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۹

ځینې افغان مېرمنې: د بنديزونو له امله خپګان مو د اختر پر نمانځنې اغېز کړی


د ۲۰۲۱م کال د اګست کې د طالبانو په واکمنېدو سره پر افغان نجونو او شځو محدودیتونه ولګېدل.
د ۲۰۲۱م کال د اګست کې د طالبانو په واکمنېدو سره پر افغان نجونو او شځو محدودیتونه ولګېدل.

یو شمېر افغان مېرمنې وايي، چې د طالبانو د حکومت له خوا د لګول شویو بندیزونو له امله خپګان د دوی د ژوند په بېلابېلو برخو ان د اختر په نمانځلو هم اغېز کړی دی.

زینب وایي، اختر یې بې له کومې تیارۍ یا نمانځلو پیل کړ.

دا وایي، د طالبانو د حکومت له خوا له لګول شويو محدودیتونو وروسته دا، نورې ښځې او نجونې په خپګان اخته شوي، ان د اختر د ورځې خوښۍ نمانځل یې هم هېر کړي دي.

نوموړې وايي: "زما روحي وضعیت په داسې شکل خراب دی چې ان نه شم کولای اختر ونمانځم، یا هم له خپلې کورنۍ سره له اختر څخه خوند واخلم. روحي وضعيت مې طالبانو ډېر خراب کړی او دومره محدودیتونه یې پر ښځو باندې لګولي. زه چې هر طرف ګورم غریب خلک، د خلکو اقتصادي وضعيت خراب، د پوهنتونو دروازې بندې، خلک په ازاده نه شي کولای ان خپل غږ پورته کړي، ازادنه تګ او راتګ نه شي کولای بیا په ځانګړي ډول ښځې."

د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر کال د ډسمبر په وروستیو کې د دغو نجونو پرمخ د پوهنتونونو دروازې وتړلې. December 21, 2022
د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر کال د ډسمبر په وروستیو کې د دغو نجونو پرمخ د پوهنتونونو دروازې وتړلې. December 21, 2022

کامله هم د اقتصادي ننګونو او د طالبانو د حکومت له خوا د اختر په ورځو کې د ښځو او نجونو پر ژوند د لګول شویو محدودیتونو د اغېزو په اړه وايي: "خلک ډېرې اقتصادي ستونزې لري، د پخوا په شان او د تېرو کلنو په څېر نه شي کولای چې وې نمانځي، ان هغه حاجیان چې پخوا حج ته تللي او قرباني چې یو دیني نذر دی، نه شي کولای هغه ادا کړي او نورې کورنۍ په ځانګړې توګه ښځې، چې کله د اختر سودا ته ځي، تل د اوږدو جامو په لټه کې وي. دا د امر بالمعروف په خاطر هغه محدودیتونه دي چې پر ښځو باندې یې لګولي دي."

۲۴کلنه کریمه هم اوس د طالبانو تر واکمنۍ لاندې اخترونو او له هغې مخکې د تېرو اخترونو د نمانځلو په اړه وايي: "له هغه وخته چې په کابل کې ژوند کوم او یادېږي مې په اخترونو کې خلک یو د بل کورونو ته د راشه درشه تر څنګ پارکونه او د تفرېح ځایونه ته تلل، خو اوس له هغه وخت راهیسې چې امارت راغلی، موږ غیر له دې چې په کور کې کېنو بل هېڅ چېرې نه شو تللی، پارکونه او د باندې تګ د ښځو پر مخ بند دي."

د کابل یوه څنډه کې پارک. طلبانو ښځې پارکونو ته له ورتګه منع کړې دي.
د کابل یوه څنډه کې پارک. طلبانو ښځې پارکونو ته له ورتګه منع کړې دي.

د ازادي راډیو خبریال د مېرمنو د دغو ادعاوو او نیوکو په اړه وغوښتل د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد او د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند عاکف مهاجر نظر هم واخلي، خو د راپور تر خپرېدو پورې یې پوښتنې ځواب نه کړې.

طالبانو نجونې او ښځې له منځنیو ښوونځیو او پوهنتونونو کې له زده کړو او په ډېری دولتي او ټولو نادولتي ادارو کې له کار کولو راګرځولي دي.

دغه شان حجاب یې پر دوی اجباري کړی، له شرعي محروم پرته د لرې واټن سفر اجازه نه لري او پارکونو، ښځینه حمامونو او کلپونو ته له تګ یې هم منع کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG