افغانستان ته د کرکټ نړیوال جام د ټرافي نه وړلو غبرګونونه پارولي

د کرکټ نړیوال جام ټرافي

د کرکټ نړیوالې شورا یا 'آی سي سي' سږ کال د هغو هېوادونو له نوملړه د افغانستان نوم ایستلی، چې د ۲۰۲۳ کال د ۵۰ اوریزو لوبو د نړیوال جام ټرافي د نندارې لپاره وروړل کېږي.

د کرکټ نړيوالې شورا نن پر خپله وېبپاڼه لیکلي، چې د ۲۰۲۳ کال د کرکټ نړيوال جام د ټرافي د نندارې سفر پیل شو، چې په لومړي ګام کې دا ټرافي له ځمکې ۱۲۰ زره فوټه پورته فضا ته واستول شوه، چې د هند په احمداباد لوبغالي کې له راښکته کېدو وروسته به په ۱۸ هېوادونو کې نندارې ته وړاندې شي.

په دې ۱۸ هېوادونو کې په راتلونکي نړيوال جام کې د ګډون کوونکو هېوادونو ترڅنګ ځینې هغه هېوادونه هم شته چې په دې جام کې ګډون نه لري، خو افغانستان له دې نوملړ څخه ایستل شوی دی.

د کرکټ نړيوالې شورا په دې اړه وضاحت نه دی ورکړی، چې ولې دا ځل د نړيوال جام ټرافي افغانستان ته نه لېږل کېږي او نه هم د افغانستان کرکټ بورډ ویاند په دې اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب کړې.

د افغانستان کرکټ بورډ

خو د کرکټ بورډ د رسنیو څانګې پخوانی مسوول او د کرکټ مبصر ابراهیم مومند د افغانستان په کرکټ بورډ نیوکه کوي، چې دا ځل یې د کرکټ نړيوالې شورا ته لازم قناعت نه دی ورکړی چې دا ټرافي افغانستان ته راوړل شي.

مومند وايي: "له بده مرغه کرکټ بورډ ونه شو کولای چې د کرکټ نړيوالې شورا ته قناعت ورکړي، د کرکټ له نړيوالې شورا او له غړو هېوادونو سره د دوی ډيپلوماسي او اړیکې هغسې نه دي چې باید وای."

ورزشي خبریال خیرالله پرهر د افغان کرکټ بورډ او کرکټ نړيوالې شورا ترمنځ د نه همغږۍ ترڅنګ په افغانستان کې روان وضعيت هم د دې لامل بولي، چې په وینا یې سږ کال د کرکټ نړيوال جام ټرافي افغانستان ته نه راوړل کېږي.

نوموړی وايي: "سیاسي بدلون دی چې نړيوال اوسنی حکومت په رسمیت نه پېژني، له همدې وجې د نړيوال جام ټرافي افغانستان ته رانه وړل شوه. تېر ځل د نړيوال جام ټرافي افغانستان ته راوړل شوې وه او د افغانستان ډېرو لرغونو او تاریخي ولایتونو ته هم یووړل شوه."

د افغان کرکټ یو بل څارونکی بهار سمسور بیا وايي، دا چې افغانستان د ۲۰۲۳ کال د کرکټ په نړيوال جام کې ګډون لري، باید دا ټرافي افغانستان ته هم راوړل شوي وای، خو د نوموړي په وینا نه راوړل یې د دې ترڅنګ چې په لوبغاړو منفي اغېز کوي، ورسره د ورزش نړيوالې ادارې په دې ډول کړنو سره د افغانستان ورزش هم منزوي کوي.

سمسور وايي: "د دې ټرافۍ نه راوړل به ضرور د افغانستان د کرکټ په لوبغاړو داسې تاثیر کوي چې د دوی استعداد، وړتیا او د افغانستان نوم ته په ښه سترګه و نه کتل شو. د کرکټ مینه وال او موږ داسې فکر کوو چې د کرکټ نړيواله شورا یا د ورزش ادارې چې دي، هغوی افغانستان د انزوا خوا ته بیايي. په کار دا وه چې دا ټرافي افغانستان ته راوړل شوې وای، دا به د افغانستان کرکټ ته احترام و."

د یادونې ده، چې تر دې مخکې په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۹ کلونو کې د کرکټ نړيوال جام ټرافي افغانستان ته د نندارې لپاره لېږل شوې وه، چې د افغانستان په ځینو تاریخي او تفریحي سیمو کې نندارې ته وړاندې شوه، خو سږ کال چې طالبان په افغانستان کې واکمن دي او حکومت یې هېڅ هېواد په رسمیت نه پېژني، افغانستان ته د کرکټ نړيوال جام ټرافي هم نه راوړل کېږي.