د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۵

د کرکټ نړیوال جام سیالۍ؛ نن درې لوبې ترسره کېږي


د هند کرکټ ملي لوبډله د تېرې یوې لوبې پرمهال
د هند کرکټ ملي لوبډله د تېرې یوې لوبې پرمهال

د کرکټ د شل اوره نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې نن درې لوبې ترسره کېږي.

هند له زیمبابوې، پاکستان له بنګله دېش او جنوبي افریقا له هالنډ سره لوبې ترسره کوي.

هند چې د شپږو امتیازو په لرلو سره د دویم ګروپ په سر کې دی، که له زیمبابوې نننۍ لوبه وګټي نو نیغ په نیغه نیمه پایلوبې ته وځي.

جنوبي افریقا هم د نننۍ لوبې په ګټلو سره نیمه پایلوبې ته د وتلو ورته چانس لري.

د دې لپاره چې پاکستان نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړي، له بنګله دېش سره د نننۍ لوبې په ګټلو سربېره باید دې ته منتظر شي چې هند یا جنوبي افریقا لوبې وبایلي.

افغانستان په دې جام کې خپله وروستۍ لوبه د تېرې جعې په ورځ کوربه استرالیا ته وبایلله او له دې جام سره یې مخه ښه وکړه.

د افغانستان په ګروپ کې انګلنډ او نیوزیلنډ نیمه پایلوبې ته وتلي دي.

XS
SM
MD
LG