روسي چارواکو له بلوا وروسته د وضعیت د عادي ښودلو هڅه کړې

د مسکو ښار یوه څنډه

د روسیې چارواکو هڅه کړې، چې په دغه هېواد کې له بلوا وروسته وضعیت بېرته عادي وښيي.

په روسیه کې د وړمې ورځې له نږدې ۲۴ ساعته ګډوډۍ او بلوا وروسته روسي چارواکو نن هڅه کړې چې وضعیت بېرته عادي وښيي.

پلازمېنه مسکو کې نن دوشنبه د وضعیت د عادې کېدو په موخه رخصتي اعلان شوې او د مسکو ښاروال سرګي سوبیانین اعلان کړی، چې له بلوا وروسته د ترهګرۍ ضد اقدامات بېرته لغوه شوي دي.

سوبیانین پر خپل ټلېګرام چېنل لیکلي، چې د بلوا د مخنیوي لپاره ټول لګول شوي محدودیتونه له منځه ځي.

د روسیې د امنیت فدرال سرویس په جلا ډول په مسکو کې د ټولو لنډمهاله محدودیتونو د لغوې خبر ورکړی دی.

د روسیې د جنوب لوېدیځ ښار ورونیژ والي الکساندر ګوسف هم اعلان کړی، چې سیمه کې یې د واګنر ډلې د جنګیالیو له شاتګ وروسته ټول د ترهګرۍ ضد اقدامات لغوه شوي.

په مسکو او یو شمېر نورو سیمو کې د ترهګرۍ ضد اقدامات وروسته تر هغه پیل شول چې، د واګنر په نوم د اجیرو جنګیالیو زرګونه وسله والو د شنبې په ورځ وسله وال پاڅون پیل کړ.

Your browser doesn’t support HTML5

د واګنر په لاس د روسیې د روستوف ښار نیول؛ پوتین ویلي چې د خپل هیواد دفاع کوي

د واګنر ډلې مشر ایفګیني پریګوژین د شنبې په ورځ د اوکراین سرحد ته نږدې د روستوف ښار یو لوی پوځي مرکز او ځینې سیمې په خپل کنټرول کې ونیولې او خپلو د ده په ټکو ۲۵ زره سرتېرو ته یې د مسکو په لور د مارش امر وکړ.

په همغې ورځ ناوخته د روسیې چارواکو د بلاروس په منځګړیتوب له پریګوژین سره د هوکړې خبر ورکړ او له هوکړې سره سم د مسکو په لور د واګنر وسله والو مارش هم و درېد.

په هوکړه کې راغلي، چې پریګوژین به بېلاروس ته لېږدول کېږي او ژوند به یې خوندي وي، خو د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې لیکلي، تر نن پورې هم دا څرک نه لګېږي چې پریګوژین بېلاروس ته تللی او که نه.

د واګنر ډلې له وسله والې بلوا وروسته د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین پریګوژین په خیانت تورن کړ، خو د کریملین چارواکو ویلي، د هوکړې له مخې د هغه په ضد جنایي دوسیه لغوه شوې او د بلوا ګډونوال سرتېري به هم نه پوښتل کېږي.

د پریګوژین یوه غوښتنه د روسیې د دفاع د وزیر سرګي شویګو لرې کول و، خو د روسیې دفاع وزارت یوه تازه ویډيو خپره کړې چې شویګو په کې له خپل یوه همکار سره په الوتکه کې د پرواز پر مهال لیدل کېږي.

په دې اړه نور: د روسیې دفاع وزیر په یوه نوې خپره شوې ويډیو کې لیدل شوی

بل لورته ریا خبري اژانس راپور ورکړی، چې شویګو تازه له هغو سرتېرو سره کتلي چې اوکراین کې جنګېږي.

دغه راپور او د دفاع وزارت له خوا خپره شوې ویډیو لا خپلواکو سرچینو نه ده تایید کړې.

په روسیه کې که څه هم د واګنر ډلې پاڅون پای ته رسېدلی، خو د چارو کتونکي په دې باور د، چې دغې بلوا د روسیې د ځواکمن ولسمشر د څه باندې دو لسیزو واکمني وننګوله او د هغه دریځ یې کمزوری کړ.