رسنۍ: طالبانو د نشه يي توکو د کاروبار له طریقه ډېر عواید ترلاسه کول

ارشیف: په کندهار کې د کوکنارو کروندې

سټارس انډ سټرایپس:

د امریکا د متحدو ایالتونو سټارس انډ سټرایپس ورځپاڼې پرون په افغانستان کې د نشه يي توکو د کښت په باب لیکنه خپره کړې ده، چې طالبانو پرې بندیز لګولی دی.

د لیکنې په پیل کې راغلي، چې افغانستان تر دې مخکې د نړۍ د تریاکو او هیرویینو څه باندې ۸۰ فیصده برخه تولیدول.

سټارس انډ سټرایپس د واشنګټن پوسټ په حواله لیکلي، چې طالبانو د ۲۰۲۲م کال په اپرېل میاشت کې په افغانستان کې د کوکنارو پر کرکېله بندیز اعلان کړ، هغه تور تجارت چې ډېر عواید ورڅخه ترلاسه کېږي.

د مقالې لیکوال وايي، په تېرو شلو کلونو کې چې د طالبانو له خوا تاوتریخوالی روان و، دې ډلې د نشه يي توکو د کاروبار له طریقه زیات عواید ترلاسه کول

په کابل کې د طالبانو چارواکي وايي، د نشه يي توکو د کښتونو له منځه وړلو ته لا هم ژمن دي.

د طالبانو یوه چارواکي ویلي، چې له تېر اپرېل میاشتې راهیسې چې د حاصلاتو لومړی موسم دی، د نشه يي توکو د له منځه وړلو ډلو څه باندې ۱۰زره هکټاره ځمکه د کوکنارو له کښت نه پاکه کړې ده.

د سټارس انډ سټرایپس په لیکنه، دا په افغانستان کې د نشه يي توکو د کښتونو له منځه وړلو پر لار لږ پرمختګ دی، ځکه په نومبر میاشت کې د ملګرو ملتونو د مخدره موادو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي وو، چې په ۲۰۲۲م کال کې په افغانستان کې پر پنځه لکه پنځه اویا زره هکټاره ځمکه کوکنار کرل شوي وو، چې د وړم کال پرتله ۳۲ فیصده زیاتوالی ښيي.

دغې ادارې ویلي وو، چې تېر میلادي کال افغان بزګرانو له دې درکه یو میلیارد او څلور سوه میلیونه ډالره عواید ترلاسه عواید ترلاسه کړي وو.

د امريکا متحده ایالتونو د سولې انسټېټيوټ تېره میاشت يوه راپور کې ویلي، که د کوکنارو کښت په همدې ډول بند پاته وي او پرمختيايي پروګرامونو ته هم پام ونه‌ شي په افغانستان کې به اقتصادي وضعیت نور هم خراب شي.

د جون میاشتې ۲۶مه، له نشه يي توکو سره د مبارزې له نړیوالې ورځې سره برابره ده، دا ورځ هر کال په نړۍ کې د نشه يي توکو د زيانونو په اړه د خلکو د پوهاوي لپاره نمانځل کېږي.

پرنټ:

له هند نه خپرېدونکې ورځپاڼې پرنټ په پاکستان کې د یوه افغان خبریال د ځانوژنې پر پېښه مقاله خپره کړې ده او په پیل کې یې وايي، چې دغه خبریال په اسلام اباد کې وروسته له هغې پرون شنبه ځان وواژه چې د امریکا متحدو ایالتونو یې د مهاجرت درخواست رد کړ.

د صایم په نوم دغه ځوان دوه کاله خپل کېس ته انتظار کړی و، ځکه ده د پي۱ P1 په نوم د کډوالۍ پروګرام ته درخواست ورکړی و.

په لیکنه کې د سمیع اله جهش په نوم د بل پخواني خبریال یادونه شوې، چې له افغانستانه تر وتلو وروسته د بېوزلۍ او وزګارتیا له کبله دېته تیار و، چې خپل پښتورګی یا بډوډی خرڅ کړي.

څه کم دوه کاله مخکې پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیا ټینګولو وروسته ګڼ افغانان چې په هغوی کې خبریالان هم شامل دي، پاکستان ته په کډې کولو مجبوره شول او دوی نورو هېوادونو ته د انتقال لپاره انتظار دي.

د پرنټ ورځپاڼې په لیکنه، که څه هم ځینې خبریالان توانېدلي په اروپا او د امریکا په متحدو ایالتونو کې پناه واخلي، خو ګڼ نور چې لا نه دي توانېدلي هلته ځانونه ورسوي، په بد وضعیت کې شپې سبا کوي، چې یا یې په ګاونډیو هېوادونو له دې جملې پاکستان کې ویزې ختمې دي او کارونه نه شي کولای، چې له بېوزلۍ کړېږي.