انډیپنډنټ: ملګري ملتونه هېڅ افغان ښځینه کارکوونکې له سړي سره نه بدلوي

د ملګرو ملتونو بیرغ

انډیپنډنټ:

انډیپنډنټ ورځپاڼې په خپله نوې ګڼه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا د خبرو یوه برخه راخیستې چې ویلي یې دي ملګري ملتونه به په افغانستان کې د دغه سازمان ښځینه کارکوونکې د نارینه‌وو پر ځای بدلې نه کړي او نه به د ملګرو ملتونو د کارکوونکو د امنیت په برخه کې غفلت ترسره شي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په خپل وروستي راپور کې اغلې روزا اوتونبایوا، چې د قرغزستان پخوانۍ ولسمشره هم پاتې شوې ویلي چې د ملګرو ملتونو له هڅو سره سره طالبانو د هغه فرمان له لغوه کولو ډډه وکړه چې د دې ادارې په سیمه ییزو دفترونو کې د افغان مېرمنو د کار مخه نیول شوې.

د انډیپنډنټ مقاله کې چې د فرانس پرېس د یوه راپور پر بنسټ لیکل شوې، مېرمن روزا اوتونبایوا ویلي، دوی کلک هوډ لري چې د دې ادارې په دفترونو کې به هېڅ افغان ښځینه کارکوونکې له سړي سره نه بدلوي.

د مېرمن اوتونبایوا په وینا، د افغان ښځو او نجونو د محدودیت په اړه د طالبانو حکم په دغه هېواد کې دننه او بهر له غبرګونونو سره مخ شوی او د طالبانو د حکومت داخلي او بهرنی مشروعیت په تاوان تمامېږي.

د شنونکو په باور، د طالبانو دا کړنې به د مرستندویه سرچینو د کمښت باعث شي، چې بلاخره به د افغانانو لپاره، چې له پخوا له فقر سره مخ دي، د لا زیاتو ستونزو لامل شي.

د ۲۰۲۱م په اګست کې واک ته له راستنېدو وروسته ، طالبانو د نجونو او مېرمنو تعلیم او کار محدودولو لپاره ډېر فرمانونه صادر کړل او په پای کې یې په اپرېل کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په سیمه ییزو دفترونو کې د افغان مېرمنو کار بند کړ.

مېل انلاین:

مېل انلاین ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې لیکلي، چې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې چې د چهارشنبې په ورځ جوړه شوه، د دغې شورا د دایمي غړو هېوادونو استازو بېلابېل نظرونه څرګند کړل.

په ملګرو ملتونو کې د امريکا د سفير مرستيال رابرټ ووډ په افغانستان کې بشري وضعيت کړکېچ پر طالبانو تړلی او د خلکو د لا زیاتې کډوالۍ سبب کېږي.

خو ووډ ټینګار وکړ، چې امریکا له افغانستان سره د سترې تمویلوونکې په توګه نه غواړي چې د دغه هېواد له خلکو او د هغوی د عاجلو بشري اړتیاوو په پوره کولو کې خپلې مرستې وسپموي.

هغه زیاته کړه، چې له خنډونو سره سره به د امریکا مرستې دوام ولري.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر واسیلي نبنزیا امریکا او لوېدیځ هېوادونه تورن کړل چې افغانستان کې یې تېر شل کاله د دغه هېواد په زیربناوو کې هېڅ نه دي کړي او د مناسبې حل لارې په لټه کې نه دي.

په افغانستان کې د چین سفیر ژینګ جون په دې غونډه کې ټینګار وکړ، چې له افغانستان سره د مرستندویه هېوادونو او موسسو د مرستو کمول د منلو وړ نه دي او د ده په وینا، بشري مرستې باید له نورو مسایلو سره تړلې نه وي.

نوموړي له طالبانو هم وغوښتل، چې په دې برخه کې لازم او پرېکنده ګامونه پورته کړي.

روسیه او چین د طالبانو د حکومت ملاتړي دي او ډپلوماټیکې اړیکې ورسره پالي.