يونېسف: طالبانو ته د ښوونيزو پروګرامونو د ممکنه سپارلو په تړاو خبرې روانې دي

ارشیف: په ننګرهار کې یو محلي ښوونځي

د ملګرو ملتونو سازمان د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق یا یونېسف ویلي، په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره د د دغه ادارې د ښوونیزو پروګرامونو د ممکنه سپارلو، د مهالوېش او عملي اقداماتو پر لارو چارو د بحث په حال کې دي.

محمد صدیق چې په غور ولایت کې د سیمه‌ییزو ټولګیو یو ښوونکی دی وايي، تېره اوونۍ د درېیو ورځو لپاره ښوونیز بهیر ودرول شو، خو د تېرې اوونۍ له چهارشنبې ورځې راهیسې یې بیاځلي پیل شوی دی.

دا وايي، د کورنیو غوښتنه دا ده، چې دا ټولګي ونه تړل شي.

محمد صديق وايي: "موږ ۲۵ زده‌کوونکي لرو، د ټولو مور او پلار هیله لري چې اولادونه یې دلته یو څه یاد کړي او له زده‌کړو شاته پاتې نه‌شي، ټولې میندې او پلرونه هیله لري چې دا ټولګي د تل لپاره فعال وي."

دا په داسې حال کې ده چې رویټرز خبري اژانس د ملګرو ملتونو سازمان د ماشومانو د ملاتړ وجهي د صندوق یا یونېسف له قوله راپور ورکړی چې، د ۵۰۰ زره زده‌کوونکو لپاره د سیمه‌ییزو ټولګیو د ښوونیز بهیر د دوام لپاره د طالبانو له حکومت سره د خبرو په حال کې دي.

په کابل کې د یوه ښوونځي زده کوونکي

دغه صندوق ویلي چې د طالبانو له حکومت سره د د دغه ادارې د ښوونیزو پروګرامونو د ممکنه سپارلو، د مهالوېش او عملي اقداماتو پر لارو چارو هم خبرې روانې دي.

د طالبانو حکومت تر اوسه په رسمي ډول له نړیوالو بنسټونو کورنیو بنسټونو ته د سیمه‌ییزو ټولګیو د انتقال د پروسي په اړه څه نه‌دي ویلي.

خو رویټرز خبري اژانس له دې وړاندې راپور ورکړی و چې د طالبانو ولایتي چارواکو نړیوالو مرستندویه بنسټونو ته خبرداری ورکړی چې په ښوونیزو پروژو کې له ښکلېتیا څخه لاس واخلي، چې د طالبانو دا اقدام د ملګرو ملتونو له لوري غندل شوی هم دی.

په افغانستان کې د یونېسف ادارې ویاندې سمنټا مورټ رویټرز خبري اژانس ته ویلي، یونېسف په دې هېواد کې د سیمه‌ییزو ټولګیو د اصلي مرستندوی په توګه د طالبانو له حکومت سره د خبرو په حال دی او د طالبانو حکومت د ښوونې او روزنې وزارت د دې ژمنې قدردانی کوي چې تر هغه مهال به دا بهیر روان وي.

نوموړيٍ ویلي: "د دې لپاره چې د ماشومانو په زده‌کړه کې د هر راز خنډ او ځنډ مخه ونیول شي،‌ دا ډېره اړینه ده چې کورنیو غیر دولتي موسسو ته د هر راز رونیز پروګرامونو سپارل په ستراتېژیک ډول او د هغوی د هر اړخیزې ارزونې او ظرفیت لوړولو ته په پاملرنې سره تر سره شي."

د ازادي راډیو خبیال وغوښتل چې په دې اړه د طالبانو د حکومت د ښوونې او روزنې وزارت د ویاند نظر هم واخلي، خو د دې راپور تر خپرېدو یې پوښتنې ځواب نه‌کړې.

طالبانو پر افغانستان د بیاځلي واکمنۍ له پیل وروسته له شپږمو ټولګیو پورته په پوهنځیو او د تېر کال په دسمبر میاشت کې په پوهنتونو کې د نجونو پر زده‌کړو بندیز ولګاوه.

د ملګرو ملتونو سازمان د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق یونېسف د ۱۵ کورنیو غیر دولتي او ۱۲ نړیوالو بنسټونو په مرسته د هغه سیمو لپاره چې لیرې پرتې دي او زده‌کوونکي یې ښوونځیو ته لاسرسی نه‌لري د زده‌کړو سیمه‌ییز ټولګي جوړ کړي دي.

په دې ټولګیو کې ۵۰۰ زره زده کوونکو ته زده‌کړې ورکول کېږي چې ۳۰۰ زره یې نجونې دي.