په پنځو ولایتونو کې د 'جهادي مدرسو' فعالېدل؛ شنونکي یې په سیمه کې د تروریزم پیاوړتیا لپاره شعوري کار بولي

ارشیف: یو شمېر طالبان

د طالبانو حکومت د رياست الوزرا دفتر د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت د جهادي مدرسو عمومي رییس شیخ عبدالواحد طارق په حواله وايي، چې سږ کال دوی د افغانستان په پنځو ولایتونو کې جهادي مدرسې فعالې کړي او طالبان یې ورته جذب کړي دي.

په دې اړه د دغه دفتر له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال او سرپرست مولوي عبدالکبیر د پنجشنبې په ورځ د طالبانو د پوهنې وزارت د جهادي مدرسو عمومي رییس شیخ عبدالواحد طارق سره مدرسو د نصاب، فعالیت او جوړښت په اړه خبرې کړې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د ریاست الوزرا سرپرست د جهادي مدرسو اهمیت ته په اشارې سره ویلي، دا مهال په افغانستان کې د دیني زده‌کړو د مرکزونو ته اړتیا ده، له همدې امله دوی د دیني مرکزونو جوړولو ته جدي پاملرنه کوي.

په دې خبرپاڼه کې د شیخ طارق له قوله ویل شوي چې د نصاب او جهادي مدرسو د عمومي ریاست د فعالیت طرزالعمل به ډېر ژر عملي شي.

په دې بیانیه کې دا هم راغلي چې د طالبانو د ریاست الوزرا سرپرست په دغه ناسته کې ټینګار کړی، چې د دیني مضامینو تر څنګ دې د مدرسو په نصاب کې عصري علوم هم شامل شي، څو د جهادي مدرسو فارغان په دولتي ادارو کې هم د کار کولو وړتیا ولري.

ومو غوښتل چې د دغو مدارسو له يو شمېر زده‌کوونکو سره خبرې وکړو، خو څوک خبرو ته حاضر نه شول.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د طالبانو حکومت په پرله‌پسې ډول هڅه کوي چې په هېواد کې مدرسې په ځانګړې ډول جهاد مدرسې جوړې کړي.

تر دې مخکې د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت ویلي وو، چې په هر ولایت کې به یوه لویه جهادي مدرسه جوړوي.

ارشیف: د یوې مدرسې زده کوونکي

تر اوسه دغه وزارت په بامیان، نورستان او پنجشېر ولایتونو کې جهادي مدرسې پرانیستي دي.

د طالبانو د حکومت د پوهنې سرپرست وزیر مولوي حبیب الله اغا په نورستان ولایت کې د جهادي مدرسې د پرانیستلو پر مهال ویلي وو، چې په هره ولسوالۍ کې به لس دیني مدرسې جوړې کړي.

د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت تر اوسه په افغانستان کې د مدرسو شمېر نه‌دی ویلی، خو د افغانستان د تېر حکومت له‌خوا په ۲۰۱۷ کال کې د اعلان شویو شمېرو له مخې، په دغه هېواد کې نږدې دیارلس سوه فعالې او ثبت شوې مدرسې او شاوخوا دیارلس زره نا ثبت شوې مدرسې موجودې وې.

یو شمېر شنونکي له دې ډلې احمد سعیدي په دې باور دی چې جهادي مدرسې د مشخصو اهدافو لپاره جوړېږي.

احمد سعیدي

نوموړي ازاډي راډیو ته وویل: "که هر څومره د دیني مدرسو تعداد ډېر شي، په هماغه اندازه ساینسي درسونه او مضامین لکه کیمیا، بیولوژي، تاریخ او جغرافیه خپل ماهیت له لاسه ورکوي. دا په سیمه کې د تروریزم د پیاوړتیا لپاره یو شعوري کار دی او هڅه کېږي، چې مرکز یې هم افغانستان ووسي."

که څه هم د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت د جهادي مدرسو عمومي رییس شیخ عبدالواحد طارق په بامیانو کې د جهادي مدرسې د پرانستلو پر مهال ویلي وو، چې په دغو مدرسو کې د جګړې روزنه نه، بلکې د قران کریم او حدیثونه تدریس کېږي، خو د طالبانو د حکومت له‌خوا د مدرسو جوړولو او په ځانګړې ډول د جهادي مدرسو جوړولو هڅو دا اندېښنې هم پاروي، چې د افراطیت د خپرېدو او ځوانانو ته د پوځي فعالیتونو د روزلو لپاره جوړېږي.

خو دیني عالم فضل الهادي وزین وايي، مدرسې باید له پوځي فعالیت لرې وساتل شي.

نوموړی وايي: "ښوونځی او مدرسه باید په کوم لوري پورې اړه ونه‌لري، ښوونځی او مدرسه باید د نظامي او عسکري مسئلو د هڅولو او تمرین کولو ځای ونه اوسي، له وسلو د کار اخیستلو د زده‌کړې ځای نه‌دی، په ځانکړې ډول کارول یې په دې حالت کې چې په افغانستان کې بهرني ځواکونه هم نه‌شته، جګړه هم پای ته رسېدلې، موږ باید د امنیت، سولې او ارامۍ پر لور ولاړ شو، په مدسو او ښوونځیو کې د نظامي او عسکري مضامینو ګډول مناسب کار نه‌دی."

د طالبانو حکومت په داسې حال کې افغانستان کې د مدرسو پر زیاتولو او جوړولو ټینګار کوي او د یادو مدرسو په نصاب کې د دیني مضامینو ترڅنګ د عصري علومو د شاملو خبره کوي، چې د شاوخوا دوه کلونو راهیسې نجونې له منځینو ښوونځیو راګرځول شوي او د تېر کال په دسمبر میاشت کې په پوهنتونو کې په لوړو زده‌کړو او په ټولو نادولتي موسسو کې په کار کولو هم بندیز ولګېد.