د هند د پوهنتونونو افغان محصلان د خپل نامعلوم برخلیک ته ځورېږي

ارشیف: په کابل کې د هند پوهنتونونو د هغو افغان محصلانو د اعتراضیه غونډې انځور چې د طالبانو په بیا واکمنېدو سره یې د محصلۍ ویزې لغوه شوې.

یو شمېر افغان محصلان چې د هند په بېلابېلو پوهنتونونو کې یې لوړې زده‌کړې کولې او واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، افغانستان کې بند پاتې شوي د خپل نامعلوم برخلیک ته ځورېږي.

په دوی کې د لیسانس او دوکتورا تر کچې محصلان شته، چې ځینې یې د خپل ډیپلوم تر لاسه کولو لپاره باید یوازې یوه حضوري ازموینه ورکړي.

منظور اخندزاده د هند په پونې پوهنتون کې د کمپیوټر ساینس د وروستي سمستر محصل دی.

تمه وه د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې د خپل زده‌کړو د پای ته رسولو لپاره هند ته ولاړ شي، خو د طالبانو له‌خوا د جمهوري نظام له سقوط سره سم یې تر ننه برخلیک نامعلوم دی.

هغه ازادي راډیو ته وویل: "په افغانستان کې بند پاتې یوو. په ځلونو مو د ویزې غوښتنه وکړه، پوهنتون سره مو اړیکه ونیوله، د پونې پوهنتون له انټرنېشنل سنټر سره هم تماس کې شو، خو هغوی ویل، ویزه د وزارت خارجه کار دی، نه زموږ. پوهنتون هم دا خبره کوله چې زموږ مسوولیت د ویزو ورکول نه‌، بلکې درس ورکول دي."

احسان پوپلزی چې د لغمان پوهنتون استاد او په هند کې د دوکتورا دورې سکالر دی وايي، د جمهوريت د سقوط په ورځو په رخصتۍ افغانستان ته راغلی و، خو تر ننه بېرته خپلو زده‌کړو ته د ستنېدو او پای ته رسولو په خاطر د هند حکومت ویزه نه‌ده ورکړې.

ده ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو د حکومت د لوړو زده‌کړو وزارت په ګډون یې د هند د بهرنیو چارو وزارت او بېلابېلو ادرسونو له لارې د ویزو اخستو هڅه کړې، خو نتیجه یې نه‌ده ورکړې.

پوپلزی وايي: "هلته پوهنتونونو زموږ پروسېجر درولی. زموږ د تحقیق موضوع پاتې ده، هغوی وايي، تر کله چې تاسې دلته 'هند' ته رانه‌شئ، موږ ستاسې پاتې کارونه مخکې نه‌شو وړای. وايي، هغه مهال سند درکوو چې تاسې هلته اوسئ."

احسان پوپلزی وايي، د دې ستونزې د حل په اړه ډېر شمېر محصلانو د طالبانو حکومت د لوړو زده‌کړو وزارت له چارواکو سره هم کتلي او هغوی بیا د هند له حکومت سره شریکه کړې ده، خو ګټه یې نه‌ده کړې.

سیدمیر تلاش چې پوني پوهنتون کې یې درې ازموینې پاتې دي او پوهنتون ترې غوښتي چې باید په فزیکي ډول ور شي وايي، د ویزو د غوښتنې په اړه یې اوس ان غوښتنلیک ته ځواب هم نه ورکول کېږي.

هغه وايي: "پوهنتون راته وايي د هند د وزارت خارجه سره تماس ونیسئ، خو هغوی ځواب نه راکوي. غوښتنه مو دا ده چې د افغانستان وزارت خارجه دې زموږ ستونزه حل کړي."

د هند بیرغ

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل او د لوړو زده‌کړو وزارت ویاند ضیا‌الدین هاشمي د افغان محصلانو د غوښتنو او ستونزو په اړه د ازادي راډيو پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

خو په هند کې د افغانستان سفیر فرید ماموندزي بیا په دې اړه ازادي راډیو ته رالېږلي پیغام کې لیکلي: "تر اوسه دا ستونزه په‌خپل حالت پاتې ده او د څو وار غوښتنو نه پس هم چې د محصلینو د ویزو په برخه کې لازمه مرسته وشي، هندي مسوولین کوم قانع کوونکی جواب نه‌لري."

په هند کې د افغانستان سفیر فرید ماموندزی

په افغانستان کې د هند سفیر هیله ښيي چې هند به ژر د دې ستونزې د حل په برخه کې لاس په کار شي چې په افغانستان کي بند پاتې محصلان بېرته هند ته ولاړ شي.

هاخوا هندي ورځپاڼې د انډین اکسپرس هم نن یوه راپور کې د سرچینو له قوله لیکلي، ستونزه د هند له لوري ده، ځکه د هند حکومت دا مهال افغانانو ته د ویزې د ورکولو پالیسي نه‌لري.

دا کره شمېر معلوم نه‌دی چې څومره افغان محصلان چې باید د خپلو زده‌کړو د دوام لپاره هند ته ولاړ شي، افغانستان کې بند پاتې دي.