د طالبانو او ایراني ځواکونو جګړه؛ ځینې افغانان د نښتو دوام د افغانستان په ګټه نه ‌بولي

Your browser doesn’t support HTML5

د نیمروز سرحدي سیمه کې د طالبانو او ایراني ځواکونو ترمنځ د تېر ورځې د نښتې ویډیو

داسې مهال چې ایراني او طالب چارواکي په نیمروز کې د پرونۍ نښتې پړه پر یوه او بل اچوي، یو شمېر افغانان د دې نښتو دوام د افغانستان په ګټه نه ‌بولي.

د نیمروز په کنګ سرحدي ولسوالۍ کې ایراني عسکرو سره د طالب ځواکونو له پرونۍ جګړې وروسته، یو شمېر افغانان له ایران سره د وضعیت کړکېچن کېدو او د دې شخړو پایلو اندېښمن کړي دي.

د پلازمېنې کابل اوسېدونکی، روح‌الله دا ډول نښتې د افغانستان په ګټه نه بولي او د خبرو له لارې د ستونزو په حل ټینګار کوي.

نوموړی وايي: "ایران او پاکستان زموږ ګاونډي هېوادونه دي. په زرګونو افغانان هلته ژوند کوي. دا ډول جنجالونه بیا د دواړو هېوادونو په اړیکو منفي اغېز کوي."

روح‌الله زیاتوي، د ایران په ګډون له ګاونډیو هېوادونو سره د طالبانو د جګړو او تاوتریخوالي بیه، په دغو هېوادونو کې مېشت افغان کډوال پرې کوي.

د ننګرهار ولایت یو تن اوسېدونکی چې نه‌‌غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي وايي، که څه هم د طالبانو حکومت له ګاونډیو هېوادونو سره د ښو اړیکو ادعا کوي، خو د ده په خبره دا ډول نښتې ښيي چې وضعیت نورمال نه‌دی.

د ننګرها ياد اوسېدونکی وايي: "افغانستان یو وخیم حالت کې دی، خلک د داسې جګړو توان نه‌لري. لسیزې وشوې چې د افغانستان ولسونه په جګړو کې ښکېل دي، له جنګه ستړي شوي او نه‌غواړي چې نور زیات جنګ وکړي."

د طالبانو حکومت او ایراني چارواکي د نیمروز د کنګ ولسوالۍ په سرحدي سیمه کې د پرونۍ نښتې پړه په یوه او بل اچوي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په دې نښته کې د خپل یوه سرتېري وژل تایید کړي او د ایران تسنیم خبري اژانس هم لیکلي، پرونۍ نښته کې یې یو عسکر وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

هاخوا د جنوبي اسیا لپاره د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سید رسول موسوي د دې جګړو دوام د دواړو هېوادونو په زیان بللی دی.

د افغانستان او ایران پر پوله ایراني ځواکونه

هغه نن په خپله ټویټرپاڼه د نیمروز جګړه د ده له قوله د استعماراګرانو یوه دسیسه بللې.

نوموړي زیاته کړې ده: "د دواړو هېوادونو خلک او مشران باید باخبره اوسي چې هر ډول جګړه د دواړو لوریو په تاوان ده."

د ایراني او طالب ځواکونو ترمنځ له پرونۍ نښتې وروسته، تېره ورځ ناوخته دواړو لوریو خبرې هم کړي او د دې پېښې د څرنګوالي په اړه یې پر څېړنو هوکړه کړې.

بل پلو نن د ایران د ځمکنیو قواو مشر امیرکیومرث حیدري او ورسره یو شمېر نور لوړ پوړو پوځي او امنیتي چارواکو د افغانستان او ایران ترمنځ له سرحدي سیمو لیدنه کړې.

تسنیم خبري اژانس د ایران د ځمکنیو قواو د مشر له قوله لیکي، اوس په سیمه کې وضعیت ارام دی، خو د تېرې نښتې پړه یې پر طالبانو اچولې ده.

د طالبانو حکومت د دفاع وزارت بیا پرون ایرانی لوری د نښتې په پیل تورن کړی و.

د نیمروز د کنګ ولسوالۍ په سرحدي سیمه کې پرونۍ نښته داسې مهال وشوه چې په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په افغانستان کې د ایران د سرپرست حسن کاظمي قُمي سره لیدنه کې د دواړو خواو په همغږۍ د سرحدي سیمو په مدیریت ټینګار کړی و.

ترڅنګ یې تېره اوونۍ د ایران یو لوړ پوړی پوځي پلاوی دوه ورځې په کابل کې و چې یو مهم بحث یې د افغانستان او ایران ترمنځ د سرحدي سیمو امنیتي خوندیتوب و.

د یادونې ده، چې ایراني او طالب ځواکونو له دې وړاندې هم څو ځله سره نښتې کړي، هغه مهال یې هم خپلمنځي جګړو دواړو لوریو ته مرګژوبله اړولې وه.