په ننګرهار او کندهار کې د کوکنارو بديل کښتونه حاصلاتو ته رسېدلي

ارشی

په ننګرهار او کندهار ولایتونو کې هغه نیالګي او اصلاح شوي تخمونه چې د ملګرو ملتونو په ملاتړ بزګرو ته د کوکنارو د بديل کښت په نوم ورکړل شوي و، تر درېیو کالو وروسته حاصلاتو ته رسېدلي دي.

د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې په ۲۰۲۰ ميلادي کال کې د ننګرهار ولایت په څلورو ولسوالیو کې د ستروس باغونو جوړولو پروژه پيل کړه، دا باغونه يې په هغو ځمکو کې جوړ کړل چې پخوا کوکنار په‌کې کرل کېدل.

اوس د درېيو کالو په تېرېدو سره دا باغونه حاصلاتو ته رسېدلي او باغوانان يې له حاصلاتو څخه خوښ دي.

د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې د ستروسو د باغ خاوند شفيع‌الله وايي، په دې کار کې د نویو تجربو په درلودلو سره سږکال هيله لري چې باغ به يې ډېر حاصل ولري.

شفيع‌الله وايي: "موږ پروسږ کال دا درې نیم جريبه ځمکه په یونیم لک روپۍ خرڅه کړې وه او سږکال مو يې حاصلات په درې نیم لکه افغانیو خرڅ کړل، په دې پيسو مو ځان ته یو کور جوړ کړ او د خپلې اړتیا پوره کولو لپاره مو یو موټر راونيوه."

د ملګرو ملتونو له نشه‌يي موادو سره د مبارزې ادارې په ۲۰۲۰ ميلادي کال کې د ننګرهار ولایت په څلورو ولسوالیو کې د باغونو د جوړولو او پاللو په برخه کې پنځه سوه باغوانان وروزل.

ننګرهار د افغانستان له هغو ګرمسېرو یا تودو ولایتونو څخه دی چې زارعتي ځمکې يې د ستروس د باغونو لپاره ډېرې مناسبې دي او په وروستیو کلونو کې يې د مالټو، نارنجو او ليمو صادرات هم درلودل.

له بلې خوا، په کندهار ولایت کې هم بزګران د خپلو زراعتي حاصلاتو په اړه خوښي څرګندوي.

په دې ولایت کې هم ملګرو ملتونو په ۰ ۲۰۲ ميلادي کال کې زراعتي پروژې پيل کړې چې د روان کال تر پایه به دوام ولري.

دا پروژې چې د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو سره د مبارزې ادارې له‌خوا پيل شوي، شپږ لکه امريکايي ډالر لګښت لري چې د کوکنارو پر ځای د سبزيجاتو کښت ته زمينه برابروي.

دا پروژه د ژیړۍ، ارغنداب، ډنډ، پنجوايي او ميوند ولسوالیو په هغو سيمو کې عملي کېږي چې پخوا کوکنار په‌کې کرل کېدل، خو اوس بينډۍ، رومیان او بانجڼ په کې کرل کېږي.

د کندهار د ژيړۍ ولسوالۍ یو بزګر ښایسته خان د خپلو زراعتي حاصلاتو څخه راضي دی او وايي چې، د بديل کښت له امله هوسا شوی او ګټه يې هم ډېره شوې ده.

دی وايي: "پخوا به موږ له يوه جريب ځمکې څخه څلور کيلو ګرامه تارياک اخيستل، اوس له یوه جريب ځمکې څخه په اوونۍ کې لس يا پنځلس کيلوګرامه بينډۍ یا بانجڼ اخلو او من په درې یا څلور سوه افغانۍ خرڅوو، دا حاصلات موږ ته د تارياکو په پرتله ښه ګټه راکوي."

که څه هم د جمهوري نظام له نسکورېدو راهيسې د نشه‌يي موادو په برخه کې د طالبانو له حکومت سره په مستقيم ډول مرستې بندي شوي دي، خو د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې د ځینو هېوادونو په مالي ملاتړ په افغانستان کې د بديل کښت په برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړی دی.

د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

کوکنارو بدیل کښت په اړه راپور