د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۶

کروندګر: د طالبانو د حکومت ځايي چارواکي د پيسو په بدل کې د کوکنارو د کښت اجازه راکوي


يو شمېر کروندګر چې د کوکنارو حاصل ټولوي
يو شمېر کروندګر چې د کوکنارو حاصل ټولوي

د افغانستان په جنوبي ولايتونو کې بزګران ادعا کوي چې، د طالبانو د حکومت ځايي چارواکي د کوکنارو د کښت د اجازې په بدل کې له هغوی څخه رشوت اخلي.

د روزګان او هلمند ولایتونو ځينو بزګرانو ازادۍ راډيو ته وويل: په ځينو سيمو کې قومي مشرانو د طالبانو له ځايي چارواکو سره موافقه کړې چې د هغوی د کوکنارو د کښت نه اړولو په صورت کې به دې چارواکو ته څه اندازه تارياک ورکوي.

دوې اوونۍ کېږي چې د افغانستان په تودو يا ګرمسيرو ولايتونو کې د کوکنارو دوهم فصل کرل شوی او تر اوسه يوازې په هلمند ولايت کې دوه ځايه د کوکنارو د کښت ويجاړولو په اړه راپورونه ورکول شوي دي.

د افغانستان په جنوبي ولايتونو کې ځينې بزګران ادعا کوي چې، د طالبانو د حکومت ځايي چارواکي د کوکنارو د کښت منع کولو په اړه له دوی سره د خپل مشر د فرمان عملي کولو په اړه سليقوي يا د خپلي خوښې چلند کوي.

له دې بزګرانو څخه يوه يې ازادۍ را‌ډيو ته وويل: هغه ځمکه وال چې د طالبانو له ځايي چارواکو سره انډيوالي او شناخت لري، د هغوی د کوکنارو کښتونه نه اړول کېږي.

يوه کروندګر وويل: "زما نوم خان محمد او د واشير ولسوالۍ یو بزګر يم. د خپلې اړتیا لپاره مو په شپږ جریبه ځمکه کې کوکنار کرلي وه، موږ ښه ډېر مصرفونه په وکړل، خو کله چې حاصلاتو ته د ګوتو په شمار ورځې پاته وې طالبان راغلل او بند يې کړل. موږ ته پاملرنه نه ده شوې او بدیل معيشيت نه دی راکول شوی. هغه څوک چې واسطه لري د هغوی کښتونه پاته دي او چې واسطه نه لري د هغوی کښتونه واړول شول."

د کوکنارو حاصل
د کوکنارو حاصل

په فراه، هلمند، بادغیس، کندهار، روزګان، کونړ، ننګرهار او کندوز ولايت په ځينو سيمو کې په يوه کال کې درې ځله کوکنار کرل کېږي، خو اوس چې د نوي شمسي کال له پيل څخه تر دریو میاشتو ډېر وخت تېر شوی او د لومړي فصل تارياک راټول شوي، تر اوسه داسې شمېرې نه دي خپرې شوي چې وښيي په دې فصل کې په څومره ځمکو کې کوکنار کرل شوي دي.

غلام محمد د هلمند یو بزګر دی، دی د قومي مشرانو او طالبانو د حکومت د ځايي چارواکو تر منځ يوه موافقه يادوي.

دی وايي د دې موافقې له مخې ځايي چارواکي د دوی د کوکنارو کښتونه نه ويجاړوي او بزګران د دې کار په بدل کې هغوی ته څه اندازه تارياک ورکوي.

نوموړی وايي: "په پنځه جریبه ځمکه کې مې تاریاک کرلي دي، کله چې کمپاين پيل شو موږ مشران خبر کړل، هغوی له طالبانو سره خبرې کړي دي، د جريب پر سر یو کیلوګرام تارياک غواړي. چا تاریاک ټول کړي او نور يې بيا اوس ټولوي. پرون د حوزې مسئولين راغلي وو، چا چې تاریاک ټولول له هغوی څخه يې خپله ونډه تاریاک یووړل."

د طالبانو حکومت سږکال د حمل د میاشتې پر (۱۴) نېټه خپل مشر ملا هيبت الله ته منسوب يو فرمان خپور کړ چې په دې فرمان کې د نشه‌يي بوټو کښت، نشه يي موادو جوړول او قاچاق منع شوي وو.

ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې تازه ويلي چې، تر دې مهاله د کوکنارو د کښت په اړه د طالبانو وروستۍ پرېکړې نړیوالو بازارونو ته د افغانستان د نشه يي موادو پر لېږلو اغېز نه دی کړی.

دا چې ځايي چارواکي د رشوت په بدل کې بزګرانو ته د کوکنارو د کښت اجازه ورکوي، د طالبانو د حکومت وياندويان په دې اړه څه نه وايي، خو يوه اوونۍ مخکې د کورنيو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور د خپل مشر د فرمان عملي کولو په اړه ويلي وه: "څوک داسې مورد نه‌شي په ګوته کولای چې هلته دې کوکنار کرل شوي وي. څه موده وړاندې په ځينو ولسوالیو کې ځينو بزګرو بیا په دې کښت لاس پورې کړی و چې زموږ امينتي ځواکونو پر دوی عمليات وکړل، کښتونه يې ویجاړ شول، دوی ونيول شول او د قانون منګولو ته وسپارل شول."

د کوکنارو له کښت سره د طالبانو د حکومت د ځايي چارواکو د سليقوي چلند په اړه د بزګرانو شکايتونه داسې مهال راپورته کېږي چې، تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو له نشه‌يي موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې يا (UNODC) په راپور کې ويل شوي و چې، نړۍ ته د نشه يي موادو وړاندې کول او غوښتنه په افغانستان کې د کوکنارو په کښت او توليد پورې اړه لري.
-----------------------
راپور: مرسلین ارسلا

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:09 0:00
XS
SM
MD
LG