پر افغان ښځو لګېدلي بندیزونه؛ ملګري ملتونه یې له ټولنې د دوی سیستماتیک حذف بولي

ارشیف: په کابل کې د معترضو ښځو پر وړاندې د طالبانو د چلند انځور

د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو څانګه په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا په افغان نجونو او ښځو لګول شوي بندیزونه له ټولنې د دوی سیستماتیک حذف بولي وايي، د بل هر ځای په پرتله په افغانستان کې ژوند ډېر د دوی د حقونو لپاره په مبارزې پورې تړلی دی.

د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو څانګه په ټوله نړۍ کې د ښځو د حقونو لپاره مبارزه ستونزمن کار بولي، خو وايي، د بل هر ځای په پرتله په افغانستان کې ژوند ډېر په دې مبارزې پورې تړلی دی.

دې سازمان د افغان نجونو او ښځو د ملاتړ لپاره په یوه خپره کړې اعلامیه کې چې نن یې په خپله ویبپاڼه خپره کړې په افغان نجونو او ښځو د طالبانو له‌خوا لګول شویو سختو بندیزونو او محدودیتونو ته اشاره کوي او لیکي، په وروستیو دوو کلونو کې د طالبانو له‌خوا د سختدریځو فرمانونو صادرول په سیستماتیک ډول له ټولنیز ژونده د افغان نجونو او ښځو د لېرې کولو په هدف دي.

ارشیف: د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانونو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر کال د ډسمبر په وروستیو کې پر دغو محصلانو د زده کړو بندیز ولګاوه.

اعلامیه کې په غیر دولتي موسسو کې د افغان نجونو او ښځو کار بندیز نه یوازې دا چې ناسم کار بلل شوی، بلکې د ژوند پای یاد شوی او له هغو ارزښتونو سره ټکر بلل شوی چې د دې سازمان له قوله، نړیواله ټولنه یې پر بنسټ ولاړه ده.

د طالبانو حکومت پر افغان نجونو او ښځو د زده‌کړو، کار، سیاسي او ټولنیزو بندیزونو او محدودیتونو په دوام، د تېر کال په ډسمبر میاشت کې افغان نجونې او ښځې په افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان په ادارو کې له کار کولو منع کړې.

د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو څانګه وايي، د طالبانو د حکومت له‌خوا پر ښځو لګول شویو محدودیتونو دا سازمان اغېزمن کړی، خو له افغان نجونو او ښځو سره د دوی ژمنتیا د تل په څېر پیاوړې ده.

دا اداره زیاتوي، د نړۍ په بل هېڅ هېواد کې د دوی ماموریت، د شتون دلیل او اغېزه له هومره ننګونو سره مخ نه‌ده، څومره چې په افغانستان کې ده، خو بیا هم تر هغې به په افغانستان کې پاتې شي او خپلو هڅو ته به دوام ورکړي چې کړنې یې د نجونو او ښځو پر ژوند مثبت اغېز ولري.

د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو څانګې دا خبره هم کړې چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو لپاره مبارزه یوازې د افغان ښځو او نجونو د حقونو لپاره نه‌ده، بلکې دا په ټوله نړۍ کې د هرې هغې ښځې د حقونو لپاره مبارزه ده چې یوازې په دې خاطر چې ښځه ده پرې ظلم شوی یا خاموشه کړل شوې ده.

په کابل کې د معترضو ښځو د لاریون یو انځور. March 07 2023

خو په افغانستان کې د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې بیا له ملګرو ملتونو سازمان غواړي چې د افغان نجونو او ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره د خبرو پر ځای د عمل میدان ته راودانګي.

یوه فعاله چې د امنیتي ستونزو له امله نه‌غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي ازادي راډیو ته یې وویل: "کوم ډول چې اړینه ده چې دوی باید عمل وکړي او له هغه صلاحیت چې دوی یې لري، ترې ګټه واخلي، داسې ګټه ترې نه اخلي. ډېر ضعیف عمل کوي او هغه ډول چې ښځې ملاتړ ته اړتیا لري، داسې ملاتړ هم نه‌کوي."

د ښځو د حقونو یوه بله فعاله ازیتا نژند هم ادعا کوي وايي، تر اوسه د افغان ښځو د حقوند د خوندیتوب لپاره عملي ګام نه‌دی پورته شوی.

نوموړې وايي: "ملګري ملتونه د دې پر ځای چې راشي او خپلې پرېکړې بدلې کړي، غوره دا ده چې یوه جدي فیصله وکړي او دا فیصله باید داسې وي چې د افغان ښځو په ګټه وي، موږ له ملګرو ملتونو د افغان ښځو د حقونو په ګټه هیڅ نه‌دي لیدلي."

دا ادعاوې انتقادونه داسې مهال دي چې د ملګرو ملتونو سازمان د طالبانو له حکومت سره د افغان نجونو او ښځو د حقونو د خوندیتوب په اړه د خبرو لپاره دوه ځلي خپل لوړ پوړي پلاوي هم افغانستان ته لېږلي، خو هڅو او خبرو اترو یې پایله نه‌ده ورکړې.

له دې سره په افغانستان کې د دوی د استازولۍ د دفتر یوناما مسوولانو هم په وار وار په وار وار له طالب چارواکو سره کتلي او خبرې کړې دي.