د اوبو لانجه؛ طالبان: ایراني مشران دې په مناسبه ژبه خپلې غوښتنې مطرح کړي

ارشیف: د هلمند کجکي بند

د طالبانو حکومت د ایران د ولسمشر ابراهیم ريیسي پر څرګندونو غبرګون وښود او ویې ویل چې ایراني مشران دې لومړی ځان په حقیقت وپوهوي او بیا دې په مناسبه ژبه خپلې غوښتنې مطرح کړي.

د طالبانو حکومت د هلمند سیند د اوبو په اړه د ایراني چارواکو د څرګندونو په غبرګون کې وویل، ایراني چارواکي باید لومړی د هلمند سیند د اوبو په اړه خپل معلومات بشپړ کړي او بیا دې په مناسبو الفاظو خپله غوښتنه مطرح کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د طالبانو له حکومته وغوښتل چې د کجکي بند اوبه خوشې کړي چې ایران ته زیاتې اوبه ورسېږي.

حسین امیر عبداللهیان دا خبره وروسته له دې وکړه چې ده د طالبانو د حکومت له باندنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره په دې اړه ټیلفوني خبرې وکړې او د دغه هېواد ولسمشر ابراهیم رييسي د چهارشنبې په ورځ په سیستان او بلوچستان ولایت کې د هلمند سیند د اوبو کموالي ته په اشارې وویل، د افغانستان واکمنانو ته خبرداری ورکوي چې د سیستان او بلوچستان د خلکو د اوبو حق ورکړي.

ده زیاته کړه، که د ایران متخصصان د اوبو کموالی تایید کړي، بله خبره نه‌لري او اجازه نه ورکوي چې د دوی حق وخوړل شي.

ده په افغانستان کې طالبانو ته په خطاب کې وویل: "زموږ خبره جدي وګڼئ چې بیا ګیله ونه‌کړئ."

د ایران د ولسمشر ابراهیم ريیسي

ريیسي ونه ویل چې که طالبان اقدام ونه‌کړي نو ایران به یې په وړاندې څه غبرګون وښيي.

Your browser doesn’t support HTML5

“افغان واکمنانو” ته د ایران د ولسمشر “خبرداری”

خو طالبانو پرون پنجشنبې په یوه اعلامیه کې د ایران د ولسمشر د څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې دا ډول څرګندونې د دوو هېوادونو ترمنځ سیاسي فضا زیانمنولی شي چې د هیچا په ګټه نه‌ده او باید دا ډول خبرې بیا ونه‌شي.

ایران له تېرو څه باندې دوو لسیزو راهیسې، چې افغانستان له پر له‌پسې وچکالیو سره مخامخ شوی، د هلمند د اوبو له درکه شکایت لري، خو هم د افغانستان د جمهوري نظام چارواکو او هم طالب چارواکي وايي چې د وچکالۍ له امله د اوبو اندازه کمه شوې ده.

په جرمني کې د پوهنتون استاد ډاکتر محمد عاصم مایار وايي، په ۱۳۵۱ لمریز کال کې د افغانستان او ایران د شاهي حکومتونو ترمنځ د هلمند سیند د معاهدې پر اساس افغانستان منلې چې په هره ثانیه کې ایران ته ۲۶ مترمکعب اوبه پرېږدي.

ډاکتر عاصم وايي چې دا اندازه اوبه په نورمال حالت کې منل شوي.

په جرمني کې د پوهنتون استاد ډاکتر محمد عاصم مایار

نوموړی وايي: "دا معاهده د وچکالۍ د شرایطو هم وړاندوینه کوي چې په هغو کې د اوبو کچه کمېږي، پر دې علاوه یو تصحیحي فکتور هم په نظر کې نیول شوی چې کله د اوبو سطحه تغییر کوي د هغې پر بنسټ به د دواړو لورو د کمیسارانو ترمنځ په بحث کې فیصله کېږي او هغوی به ایران ته د اوبو کچه ټاکي."

د دې په وړاندې د ایران شاهي حکومت افغانستان ته د ترانزیتي اسانتیاو او د دوه میلیارد ډالرو پانګونې ژمنه کړې وه خو په ایران او افغانستان کې د حکومتونو د بدلون له کبله دا ژمنې عملي نه‌شوې.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عبداللهیان په سیستان بلوچستان ولایت کې یوې غونډې ته وویل، یو مهال دا ولایت د غلې ګودام و، خو اوس یې خلک د اوبو د کموالي له امله له سختو ستونزو سره مخامخ دي.

خو ډاکتر عاصم وايي چې ایران په وروستیو کلونو کې بندونه او کرنیزې ځمکې ابادې کړي چې د اوبو اړتیا یې نوره هم زیاته شوې ده.

مايار وايي: "په دې موده کې ایران د اوبو ګټه اخیستنه پراخه کړه، اوس یې اړتیا ډېره شوې نو له همدې کبله دوی هڅه کوي چې دا 'د هلمند سیند' بااعتباره معاهده چلینج کړي او غواړي چې د اوبو په اړه له سره نوی بحث وشي او نوې فیصله وشي."

د طالبانو حکومت ویلي چې د وچکالۍ له کبله اوبه کمې شوي، خو له دې سره سره دوی هغه تړون ته ځان ژمن بولي چې د دوو هېوادونو حکومتونو شاوخوا ۵ لسیزې پخوا لاسلیک کړی و.

د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا له لوري په خپره شوې اعلامیه کې کجکي بند ته د پلاوي د استولو په اړه د ایران غوښتنې ته په اشارې ویل شوي، د دغه بند اوبه سلګونه کیلومتره لېرې تر ایرانه پورې نه‌شي رسېدای او همدا اوس د کمال خان بند له اوبو تش دی.