نن ترکیه کې د ولسمشرۍ او پارلمان ټاکنې کېږي؛ مېشت افغانان یې اندېښمن کړي

په ترکیه کې د روانو ټاکنیزو کمپاینونو یوه څنډه

نن یکشنبه په ترکیه کې د ولسمشرۍ او پارلمان لپاره ټولټاکنې ترسره کېږي.

ټاکنیز کمپاینونه د شنبې په ورځ پای ته ورسېدل.

په ترکیه کې ولسمشرۍ ټاکنو ته په کتو يو شمېر افغانان هلته د خپلې راتلونکې په اړه اندېښمن دي.

په ترکیه کې د افغان ځوانانو د یوې فرهنګي ټولنې مشر سیدحامد سادات ازادي راډيو ته وویل، د قلیچدار اوغلو د بریا په صورت کې افغانانو ته لوی سرخوږی جوړېږي.

نوموړي وويل: "همیشه جناب مقابل چې د ولسمشر مخالفت هم کوي او اوس په دې برخه کې ډېر مخکې هم تللی وايي، که زه په انتخاباتو کې بریالی شم وايي چې زه به افغانان او مهاجرین له دې وطنه باسم. نو حتماً یو منفي تاثیر لري."

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان د ټاکنیزو مبارزو پر مهال

په ترکيه کې يو افغان خبريال محمد هاشم همدم ورته اندېښنه لري.

همدم وايي: "د افغانانو لپاره دا ټاکنې ډېرې برخلیک ټاکونکې دي. که حاکم ګوند یې وبایلي د یو میلیون افغان کډوالو برخلیک به له سختیو او لانجو سره مخ وي."

د رسنیو د راپورونو له مخې، قلیچدارو اوغلو تېر کال د ولسمشر اردوغان د حکومت د کډوالۍ پالیسي تر پوښتنې لاندې راوسته او ویې ویل چې که ټاکنې وګټي نو هیچا ته به اجازه ورنه‌کړي چې په اسانۍ سره ترکیې ته ننوځي.

هغه دا هم ویلي چې د یو کال په موده کې به د سوریې کډوال هم بېرته واستوي.

د اردوغان ټاکنیز سیال قلیچدارو اوغلو د کډوالو په اړه سخت دریځ لري.

په ترکیه کې که څه هم دمګړۍ د مېشتو افغانانو شمېر په دقیقه توګه نه‌دی روښانه، خو د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د ۲۰۲۱ کال په اپرېل کې په یوه راپور کې ویلي وو چې هلته څه باندې ۱۲۹ زره افغان کډوال او پناه غوښتونکي مېشت دي.

په هماغه کال د ترکیې حکومت ادعا کړې وه چې په ترکیه کې د غیر راجستر شویو او ناقانونه افغان کډوالو شمېر شاوخوا درې لکو کسانو ته رسېږي.

سره له دې چې ترکیې له ایران سره پر پوله باندې دېوالونه وهلي او اغزن تار یې لګولی، خو له ډېرو کلونو په تېره بیا د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د ایران له لارې ترکیې ته د افغان کډوالو قاچاقي سفرونو زور اخیستی.

بهرنیو اتباعو ته د تابعیت ورکول، د کور اخیستلو امکان او د دوی د اوږدې مودې استوګنې قانوني کول د ولسمشر اردوغان د ادارې د کډوالۍ پالیسي برخه ده.

اردوغان هڅه کوي چې په یوه بله دوره کې د ترکیې ولسمشر شي.

که چېرې هغه یا په ټاکنو کې د هغه اصلي سیال قلیچدارو اوغلو پنځوس فیصده رایې ترلاسه نه‌کړي ، د ټاکنو دوهم پړاو به د می په ۲۸ ترسره شي.

رایه ورکوونکي په پارلماني ټاکنو کې هم برخه اخلي.

د رای ورکولو مرکزونه به په ځايي وخت د سهار په ۸ بجو پرانیستل شي او د مازدیګر په ۵ به وتړل شي.