مسکو کې د دویمې نړیوالې جګړې یاد غونډه؛ د منځنۍ اسیا د څلورو هېوادونو مشران په کې ګډون کوي

مسکو کې روسي سرتېري

د منځنۍ اسيا د هېوادونو لږ تر لږه څلور مشران به په مسکو کې د دويمې نړيوالې جګړې د پای ته رسېدو د یادښت په مراسمو کې ګډون وکړي.

په مسکو کې د نن ورځې په مراسمو کې د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توقایف، د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف، د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان او د قرغزستان ولسمشر صدیر جپروف ګډون کوي.

د ارمنستان ولسمشر نیکول پاشینیان به هم د دې جشن لپاره مسکو ته سفر وکړي.

هغه د جنوبي قفقاز له سیمې څخه یوازېنی مشر دی چې د روسیې په پلازمېنه کې په دې مراسمو کې ګډون کوي.

د منځنۍ اسیا پنځه هېوادونه او ارمنستان د شوروي اتحاد برخه وه، چې په ۱۹۹۱ کال کې ټوټه ټوټه شو.

د قزاقستان ولسمشر توقایف د مسکو په لوېدیځ کې د ریژیف په ښار کې له یوه یاد څلي لیدنه وکړي.

مسکو د نظامي پرېډ لپاره ډېر چمتووالی نیول شوی دی.

دغه ښار د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د سختو بریدونو شاهد و او د منځنۍ اسیا د هېوادونو ډېر پوځیان په دغه ښار کې ښخ دي.

د قرغزستان ولسمشر صدیر جپاروف د دوشنبې په ورځ د رژیو په ښار کې یوه یادګاري بنا پرانیسته.

هغه په دې مراسمو کې وویل، دا بنا د ټولو هغو اتلانو ابدي يادونه ده چې زموږ د راتلونكې لپاره یې مبارزه كړې.

تمه ده چې د منځنۍ اسیا د هېوادونو نور مشران به هم له پوتین سره وویني.

د پوتین د واکمنۍ پر مهال روسیې تل هڅه کړې چې د دویمې نړیوالې جګړې د پای ورځ په پوځي پرېډ ونمانځي.

په دې جګړه کې د پخواني شوروي اتحاد تر ۲۰ میلیونو زیات اتباع ووژل شول.

وروسته له هغه چې مسکو په ۲۰۱۴ کال کې د اوکراین کریمیا ټاپو وزمه په غیر قانوني توګه له روسیې سره یوځای کړه، د مې د نهمې په مراسمو کې د بهرنیانو ګډون کم شوی دی.

په ۲۰۲۱ کال کې د کرونا ویروس د خپرېدو پر مهال د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان یوازېنی بهرنی دولت مشر و چې هغه کال یې په دې مراسمو کې ګډون وکړ.

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان

تېر کال وروسته له هغې چې روسيې پر اوکراين يرغل وکړ، د مسکو په مراسمو کې هېڅ بهرني مشر ګډون ونه‌کړ.

دویمه نړیواله جګړه چې میلیونونه کسان په‌کې ووژل شول، په ۱۹۴۵ کال کې د نازي جرمني او متحدینو په ماتې سره پای ته ورسېد.

خو نن هم په اوکراين کې وژونکې جګړه روانه ده او هره ورځ پوځي او ملکي خلک مړه او ټپیانېږي.