د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۳

روسيه: له اوکراين د غلو دانو د صادراتو په اړه خنډونه نه‌دي ليرې شوي


د اوکراين د غلو دانو حاصل، انځور - ارشيف
د اوکراين د غلو دانو حاصل، انځور - ارشيف

په جینوا کې د ملګروملتونو په دفتر کې د روسیې استازي نن وویل، د تورسمندرګي له لارې د غلو د صادراتو د موافقې پر سر د مسکو د اندېښنو د لیرې کولو لپاره هڅو کې تر اوسه د پام وړ پرمختګ نه‌دی شوی.

دغه موافقه که تمدید نه‌شي د اعتبار موده یې راتلونکې میاشت پای ته رسیږي.

ګینادي ګاتیلوف نن په جینوا کې د روسیې د دایمي استازولۍ په دفتر کې خبریالانو ته وویل، د دغې موافقې د تمدید په اړه د روسیې دریځ نه‌دی بدل شوی.

مسکو ویلي تر هغو به د دغې هوکړې له تمدید سره موافقه ونه‌کړي چې د روسیې د غلو ـ دانو او سرې د صادراتو په وړاندې د لوېدیځ خنډونه لیرې شوې نه وي.

تر دې مخکې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف ویلي وو چې، د تور سمندرګي له لارې د اوکراین او روسیې د غلې د صادراتو موافقه له خنډ سره مخامخ شوې ده.

لاوروف ویلي، د روسیې د صادراتو پر وړاندې لاهم خنډونه شته دي.

دا موافقه تېره میلادي میاشت د شپېتو ورځو لپاره تمدید شوه، خو مسکو خبرداری ورکړ چې که لوېدیځ د روسیې د غلې- دانې او سرې د صادراتو پر وړاندې خنډونه لیرې نه‌کړي نو د موافقې تمدید به ونه مني.

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف
د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف

لاوروف پرون سه‌شنبې په ملګروملتونو کې خبریالانو ته وویل، د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین ته د دې موافقې په اړه یو لیک استولی چې ځواب به یې ترلاسه کړي.

د کریملین ویاند دیمیتري پسکوف نن په مسکو کې وویل، ولسمشر پوتین دغه لیک ترلاسه کړی او پرې غور کوي.

د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش هڅه کوي چې د دغې موافقې د روسیې برخه عملي شي

د روسیې د انترفاکس خبري اژانس د راپور له مخې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاورف پرون سه‌شنبې په نیویارک کې خبریالانو ته وویل چې، د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش هڅه کوي چې د دغې موافقې د روسیې برخه عملي شي، خو د ده په خبره تر اوسه دغو هڅو د پام وړ نتیجه نه‌ده ورکړې.

لاوروف زیاته کړه، ملګري ملتونه له هغو هېوادونو سره چې پر روسیې یې په یو اړخیز ډول بندیزیزونه لګولي خبرې اترې مخته وړي.

د لاوروف په خبره په ځانګړې ډول د روسیې، روسیلخوز بانک تر اوسه د سویفټ له نړیوال سیسټم څخه ایستل شوی دی.

د لاوروف په وینا، د پیسو د لېږدولو د بیمې ستونزه هم تر اوسه نه‌ده حل شوې، خو ګوتېرش ده ته ډاډ ورکړی چې له مالي ادارو سره یې د تماسونو په نتیجه کې نرخونه ټیټ شوې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG