طالبانو د پاکستاني الاصله امريکايي ليکوال 'حسن عباس' چاپ شوي کتاب ته غبرګون ښودلی

د طالبانو یو پلاوي په ۲۰۱۹ کال کې په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر شاه محمود قریشي سره د لیدنې پرمهال. Thursday, Oct. 3 2019.

طالبانو د پاکستاني الاصله امریکايي لیکوال حسن عباس د کتاب هغې برخې ته په غوسه ځواب ویلی چې طالب مشران یې له پاکستان سره په اړیکو تورن کړي دي.

پاکستاني الاصله امریکايي لیکوال حسن عباس نن پر ټویټر د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح‌الله مجاهد هغه بیان خپور کړ چې د ده کتاب یې له حقیقته لیرې او دی یې یو استخباراتي مامور بللی، خو ورسره یې خپل سپیناوی هم کړی.

مجاهد په دې بیان کې ویلي چې د حسن عباس په نوم کوم استخباراتي مامور د طالبانو د بیا راستنېدو په نوم په دې کتاب کې د طالبانو پر مشرانو بې بنسټه او له واقعیتونو لیرې تورونه پورې کړي دي.

مجاهد وايي، په کتاب کې ادعا شوې چې ګنې د طالبانو حکومت استقلال نه‌لري او کړه وړه یې د کوم بل هېواد د استخباراتي او نظامي چارواکو تر څار لاندې دي.

نوموړی د امریکايي ځواکونو پر ضد خپلې شل کلنې مبارزې ته د اشارې په ترڅ کې وايي، طالبان د استقلال ګټلو، ساتلو او پاللو ویاړلی داستان او تاریخ لري.

د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح‌الله مجاهد

مجاهد پرته له دې چې د ځانګړي هېواد نوم واخلي یادونه کوي چې د کتاب لیکوال د کوم استخباراتي ارګان ګمارل شوی اجیر دی او ناکامه هڅه یې کړې چې په خپلو هڅو سره دریاب ناپاکه کړي.

د کتاب لیکوال حسن عباس د مجاهد د بیان په ځواب کې پر ټویټر لیکلي چې ستاسو لپاره هر مخالف د استخباراتو دی او زیاتوي چې دی اوږده اکاډمیکه سابقه لري او یوازې د افغانانو ښېګڼه غواړي.

عباس د خپل کتاب د وروستیو پاڼو یو انځور هم خپور کړی چې د طالبانو چارواکو ته یې ځینې سلا مشورې په‌کې ورکړې دي.

عباس لیکلي چې طالبان باید د تېرو کلونو په پرتله افغانستان ته له راغلې نسبي سولې څخه استفاده وکړي او منځلاري طالبان د مشرتابه لیکو ته راولي.

دی هیله لري چې له دې کار سره به منځلاري طالبان د فقهي برخې په ګډون د اصلاحاتو لپاره هڅه وکړي.

لیکوال په دې اند دی چې که طالبان دا کار ونه کړي نو د واکمنۍ عمر به یې لنډ وي.

نوموړی لیکوال د منځلارو او تندلارو طالبانو ترمنځ د اختلاف یادونه هم کوي او خبرداری ورکوي چې که د طالبانو په لیکو کې دا اختلافونه د تشدد او تفرقې کچې ته ورسېږي، خطرناک احتمالي عواقب به ولري.

په تېرو دوو لسیزو کې په پاکستان کې د طالبانو د مشرانو دفترونو، د روزنې مرکزونو، د پوځي عملیاتو قوماندې، لوژستیکي او نورو امکاناتو ته په پام سره تل دا تورونه وو چې د پاکستان پوځ له طالبانو سره په افغانستان کې د امریکا پر وړاندې د جګړې په برخه کې مرسته کوي.

د پرځېدلي جمهوري نظام چارواکو هم په تېرو شلو کلونو کې طالبان د پاکستان له استخباراتو سره په اړیکو تورنول خو طالبانو به ردول.

د جمهوري نظام له پرځېدو وروسته ظاهرا د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې د پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي د فعالیتونو په ګډون د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ د اختلافونو موارد هم پېښ شوي دي، خو دا چې د دوی اړیکې اوس په کوم حالت کې دي او پر کومه خوا درومي، ډېر روښانه تصویر یې نه تر سترګو کېږي.