سيګار: د طالبانو له بيا واکمنېدو وروسته امريکا له افغانستان سره تر دوه ميليارده ډالره ډېره مرسته کړې

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د څار اداره یا سیګار وایي، د امریکا متحدو ایالتونو له افغانستان سره له هغه مهال راهیسې چې د دې هېواد پخوانی حکومت نسکور شوی او طالبان بیا واک ته رسېدلي، دوه ميلیارد او شل ميلیون ډالره بشري او پراختیایي مرسته کړې ده.

سیګار پر خپل ټویټر کښلي، ډېری دغه مالي مرستې د ملګروملتونو د ادارو او غیردولتي موسسو له‌خوا شوې دي.

دغه پیسې په یوه خصوصي بانک کې یوه حساب ته انتقال شوي دي.

سیګار وایي، افغانستان ته د پیسو پر لېږد د نړیوالو له‌خوا لګول شویو بندیزونو ته په پام ملګروملتونو افغانستان ته نغدې پیسې د هوا له لارې لېږدولې او د ملګروملتونو د دفتر یوناما له قوله وایي چې، دغه پیسې په یوه خصوصي بانک کې یوه حساب ته انتقال شوي دي.

سیګار وایي، دغه نغدې مرستې چې د طالبانو حکومت به ورته لاس‌رسی نه‌لري، د ملګروملتونو مختلفو ادارو او د دې سازمان نورو شریکانو، کورنیو او نړیوالو موسسو ته لېږدول شوي چې اړمنو افغانانو ته بشري مرستې ورسوي.

د سیګار په وینا ملګروملتونو په ۲۰۲۲ کال کې د بسپه ورکوونکو له بسپنې ۱،۸ ميلیارد ډالره نغدې پیسې د هوا له لارې افغانستان ته لېږدولي، یعنې په اوونۍ کې په اوسط ډول ۳۵ ميلیون ډالره افغانستان ته استول شوي دي.

د سيګار مشر جان سوپکو

د سیګار مشر جان سوپکو تېره اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د استازیو جرګې د څارنې کمېټې ته وویل چې، دی دا نه‌‌شي تضمینولای چې په اوس وخت کې له افغانستان سره د امریکا مرستې به د طالبانو لاس ته نه لویږي.

جان سوپکو وویل، موږ پوهېږو چې افغانستان له یوه سخت بشري او اقتصادي وضعیت سره مخامخ دی او دا ډېره مهمه ده چې زموږ مرستې د طالبانو لاس ته ونه لویږي، خو دی دې کمېټې او امریکایي مالیه ورکوونکو ته دا ډاډ نه‌‌شي ورکولای چې له دغو مرستو به طالبان نه تمویلیږي.

موږ په دغسې حالاتو کې د تل لپاره سوالګر پاتې کېږو."

جان سوپکو همدارنګه وویل، دی د دې ضمانت هم نه‌شي کولای چې هغه پیسې چې امریکا یې بې‌وزلو افغانانو ته استوي، د طالبانو له‌خوا نه منحرفې کېږي.

د دې ترڅنګ د افغانستان له بې‌وزلو خلکو سره د نړیوالو د بشري مرستو د وېش د څرنګوالي چې ایا هغه مستحقو کسانو ته رسیږي، اندېښنې شته خو د اقتصادي چارو پوهان د خلکو او د افغانستان پر اقتصاد هم د دغو مرستو اغېز کم بولي.

د اقتصادي چارو پوه اذرخش حافظي وايي: "دا مرسته یو بار مصرف دی، یعنې کوم اقتصادي بنسټیزه اغېزه د افغانستان په عمومي اقتصاد باندې نه‌لري. د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره بنسټیزو اساسي پرژو ته اړتیا ده. پرته له دې اقتصادي وده ممکنه نه‌ده او موږ په دغسې حالاتو کې د تل لپاره سوالګر پاتې کېږو."

اذرخش حافظي

ملګروملتونو ویلي چې، سږ کال په افغانستان کې شاوخوا شپږ ميلیون وګړي له قحطۍ سره یو ګام واټن لري او له ۲۸ ميلیون زیات وګړي هم د خوراکي موادو مرستو ته اړ دي.

ملګروملتونو سږ کال له افغانستان سره د بشري مرستو لپاره د له څه باندې څلور ميلیارد او شپږسوه ميلیون ډالرو مرستې غوښتنه کړې، خو تر اوسه د دغو مرستو یوازې څه باندې پنځه سلنه یې ترلاسه کړې ده.

د طالبانو له‌خوا د ملګروملتونو د ادارو په ګډون په غیردولتي موسسو کې د ښځو پر کار ممانعت او همدارنګه له منځني، ثانوي او پوهنتوني زده‌کړو د نجونو او ښځو د راګرځولو په خاطر د ملګروملتونو په ګډون ډېرو نړیوالو موسسو خپل کارونه درولې یا یې کم کړي دي.

ټاکل شوې چې ملګري ملتونه د راتلونکې دوشنبې په ورځ د افغانستان په اړه په دوحه کې یوه دوه ورځنۍ غونډه جوړه کړي.

په دې غونډه کې به په افغانستان کې د روانو ستونزو د هواري او د نړیوالو له‌خوا د همغږۍ د پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې وشي.