څېړنه: د افغانستان په ګډون يو شمېر سيمې به له بې‌سارې تودوخې سره مخ شي

ايران کې په يو ځنګل کې اورلګېدنه، ارشيف

د بریسټول پوهنتون په څېړنه کې راغلي چې د افغانستان، پاپو نیو ګیني او مرکزي امریکا په ګډون یو شمېر سیمې به سږ کال د بې ساري تودوخې له خطر سره مخامخ شي.

د چین پلازمېنه بیجینګ او مرکزي اروپا هم د هغو سیمو په ډله کې یادې شوي چې سوزونکې تودوخه یې ګواښي.

په څېړنه کې چې د سه‌شنبې په ورځ خپره شوې راغلي، د نفوسو زیاتوالی، د روغتیایي خدمتونو محدودیت او یو شمېر نورې ټولنیزې ستونزې د تودوخې له کبله د خطر کچه ډېروي.

د څېړنې ګډونوالو حکومتونو، مؤسسو او نړیوالو سازمانونو ته خبرداری ورکړی چې د تودوخې د احتمالي زیان او له کبله یې د مړینې مخنیوي ته باید سر له اوسه لاس په کار شي.

د بریسټول پوهنتون د چاپیریال ساتنې یوه استاد ډان مېچل ویلي: "چمتوالی د انسانانو ژوند ژغوري، موږ په نړۍ کې د بې ساري تودخې شاهدان یو چې لسګونه زره کسان یې مړه کړي دي."

د چاپیریال متخصصان وایي، افغانستان هم له وړاندې د اقلیمي بدلون له کبله زیان ګالی او اغېزمن شوی چې تر ټولو لویه نښه یې وچکالي او د اوبو د کچې ټیټوالی دی.

افغانستان کې د وچکالۍ په اړه اندېښنې ډېرې شوي دي.

ازادي راډیو په دې وروستیو کې د اوبو د کمښت په اړه خپلو یو لړ څېړنیزو راپورونو کې وموندله چې د افغانستان په یو شمېر سیمو کې خلک اوس د کرنې لپاره څه چې ان د څښاک لپاره اوبه نه‌لري.

ازادي راډيو ته هم وخت نا وخت يو شمېر خلک د خپلو سیمو د وچکالۍ په اړه شکایتونه کوي.

د هلمند يوه اوسېدونکي په خپل پيغام کې ويلي: "حاجي محمد نبي له خانشین ولسوالۍ څخه خبره کوم، موږ د څښاک له اوبو سره ډېر په تکلیف یو. له موسسو او د طالبانو له حکومته غواړو چې د څښاک اوبه راته برابرې کړي."

"د امارت له مسولانو څخه مې غوښتنه دا ده چې موږ ته په اتغر ولسوالۍ کې بندونه وتړي

دغه راز د زابل يو اوسېدونکي ازادي راډيو ته خپل پيغام کې ويلي: "د امارت له مسولانو څخه مې غوښتنه دا ده چې موږ ته په اتغر ولسوالۍ کې بندونه وتړي، زموږ د اتغر ولسوالۍ د اوبو کچه سل تر یو سل او شل مترو پورې ښکته شوې ده، که د اوبو کچه همداسې ټیټیږي، زموږ هغه حاصلات چې اوس په ژورو څاګانو اوبه کېږي، له تندې څخه وچ شي."

په دې وروستیو کلونو کې د اروپا او امریکا په ګډون د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې د اوړي پر مهال په شنو ځنګلونو کې اورونه هم بل شول چې لامل یې همدا موسمي تودوخه وه.

د چاپیریال متخصصان د ځمکې د کرې زیاتېدونکې ګرمۍ اندېښمن کړي او دوی په پرله‌پسې ډول په نړیوالو کانفرانسونو کې غوښتنه کوي چې د ګولتوني ګازونو کمېدو ته باید عملا کار وشي.