په خیبر پښتونخوا کې د بمي چاودنو له کبله د وژل شویو کسانو شمېر ۱۵ ته رسېدلی

چاودنې د سوات په کبل سیمې کې دوشنبه ماښام شوي.

د پاکستان د خیبر پښتونخوا په شمال لوېدیځ کې د ترهګرۍ ضد د پولیسو په مرکز کې د بمي چاودنو د وژل شویو شمېر ۱۵ ته پورته شوی دی.

چاودنې د سوات په کبل سیمې کې دوشنبه ماښام شوي چې له کبله یې شاوخوا پنځوس کسان ټپيان شوي هم دي.

د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې د پاکستاني چارواکو د معلوماتو له مخې د مرګ ژوبلې دغه شمېرې خپرې کړي دي.

بل لورته رویټرز خبري اژانس په سیمه کې د پولیسو د یوه ویاند په حواله ویلي، چاودنې د مرکز دننه د مهماتو په یوه زېرمه کې د اورلګېدنې له کبله شوي دي.

د پولیسو دغه ویاند په یوه اعلامیه کې ویلي، اورلګېدنه په غالب ګمان د برښنا د شارتۍ له کبله شوې ده.

تر اوسه داسې شواهد نه شته چې برید کې دې د پولیسو له دغه مرکزه بهر چا لاسوهنه کړې وي.

د پاکستان د حکومت مخالفو وسله والو هم په دې اړه تراوسه څه نه دي ویلي.

د پاکستان د ژغورنې ملي ادارې ۱۱۲۲ ویلي چې د پېښې قربانیان سیمه ییز روغتون او نورو روغتیايي مرکزونو ته رسول شوي.

په دغو چاودنو کې د ترهګرۍ ضد د پولیسو ودانۍ ویجاړه شوې ده.

د ځمکې لاندې د ایسارو احتمالي کسانو د را ایستلو لپاره د ژغورنې عملیات هم روان دي.

د سوات ټولو لويو روغتونو کې بېړنی حالت اعلان شوی دی.

د پېښې یو ټپي د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول کېږي.

د پاکستان صدراعظم شهباز شريف د سوات د ترهګرۍ ضد د پولیسو په مرکز دا لوی برید په کلکه غندلی دی.

په پاکستان کې وروستۍ څو میاشتې پر پوځ او نورو امنیتي ځواکونو خونړي بریدونه زیات شوي.

تر ټولو لوی برید د پېښور په پولیسو په جنوري کې وو چې په یوه محفوظه سیمه کې د جومات دننه چاودنې لږ تر لږه ۸۴ کسان ووژل.

اکثر وژل شوي د پولیس ځواکونه وو.

پاکستاني چارواکو په دې سربېره چې د خپلو وسله والو مخالفانو اکثر د ټي ټي پي یا تحریک طالبان پاکستان د جنګیالیو پر ضد د عملیاتو اعلان کړی تور لګولی اکثر جنګیالي له افغان خاورې پر پاکستان بریدونه پلان او ترسره کوي، هغه تور چې په افغانستان کې واکمنو طالب چارواکو رد کړی دی.