يو شمېر کورنۍ: ماشومان مو په خوارځواکۍ اخته شوي

په خوارځواکۍ يو اخته ماشوم، ارشيف

په افغانستان کې د خوارځواکۍ د کچې لوړېدو په باب د ملګرو ملتونو له خبرداري سره جوخت په لیرې پرتو سیمو کې ګڼې کورنۍ وايي، ماشومان یې د بې‌وزلۍ له کبله په خوارځواکۍ اخته شوي دي.

د رحمانیې په نوم مور خپله ماشومه، کندهار له لوې لیرې پرتې سیمې میرویس روغتون ته لېږدولې ده.

نوموړې وايي: "د ناجوړۍ یې یو کال کېږي، چې استفراق یې کاوه او په نس ناستې اخته وه. کله چې مو ډاکټر ته بوتله هغه ویل د دې کولمې ورستې شوې دي. کله چې یې مو عکسونه واخیستل، هغوی ویل له کمزورۍ داسې شوې، له دې سره وپړسېده. اخر مو دلته راوستله او بستر مو کړله."

د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان تېره یکشنبه ویلي، په افغانستان کې ۲۰ ميلیونه وګړي د خوارځواکۍ، ساري ناروغیو او نورو روغتیايي ستونزو له خطر سره مخامخ دي.

بل‌خوا د خوړو نړیوال پروګرام ویاند فلیپ کروف (Phillipe Kropf) د جنورۍ میاشتې پر ۲۶مه کې ویلي وو، تر پنځو کلونو کم‌عمره ۴ ميلیونه ماشومان او تر څنګ یې میندې په خوارځواکۍ اخته دي، چې دا بې‌ساری لوړ شمېر دی.

انځور - ارشيف

خو د طالبانو د روغتیا وزارت ویاند، شرافت زمان بیا وايي، په افغانستان کې د خوارځواکۍ اندازه تر ورکړل شویو ارقامو خورا کمه ده.

نوموړی وايي: "تېر کال داسې اټکل شوی و، چې په افغانستان کې به په شدیده خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر یو اعشاریه یو ميلیونو ته ورسېږي، خو له نېکمرغه چې ارقام په هغه اندازه نه وو. یوازې مو په شدیده خوارځواکۍ اخته نیم ميلیون ماشومان درلودل. همداسې سږکال هم چې اټکل شوې معلومات دي، هیله من یو چې ارقام تر دې کم وي. البته کار ورته په کار دی، ځکه په افغانستان کې په تېرو شلو کلونو کې ځینې داسې علتونه وو چې له کبله یې په افغانستان کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر زیات کړی و."

یوازې مو په شدیده خوارځواکۍ اخته نیم ميلیون ماشومان درلودل.
شرافت زمان

د عامې روغتیا متخصص او د افغانستان اسلامي طبي اتحادیې مشر ډاکټر یوسف طیب خلکو ته سپارښتنه کوي، چې په خوارځواکۍ د نه اخته کېدو لپاره ځینې ټکي په پام کې ونیسي.

ښاغلی طيب ويي: "له ولس مې غوښتنه ده، چې میندې، پلرونه، د کورنیو مشران، په ځانګړي ډول خواښیانې ټول په ګډه تر پنځو کلونو د خپلو کم‌عمره ماشومانو او هغو میندو چې یا شیدې ورکوي یا هم امیندواره دي، د هغوی د روغتیا او د تغذي د حالت په اړه جدي وي. میندې باید د امیندوارۍ په وخت کې لږه تر لږه ۴ وارې نږدې کلنیک ته لاړې شي او له قابلې سره مشوره وکړي. خپل د تغذي حالت هلته کلنیک کې د تغذيې ښځينه مشاوره تر نظر تېر کړي، که په سو تغذي اخته وي، چې هغوی ورسره لازمې مرستې وکړي."

په خوارځواکۍ اخته يو ماشوم، انځور - ارشيف

وروسته له هغې چې طالبانو په تېره ډسمبر میاشت کې په غیردولتي کورنیو او بهرنیو مؤسسو کې د ښځو کار منع کړ، د خوړو نړیوال پروګرام په خبره په افغانستان کې د ۴۳۷ ګرځنده روغتیايي کلنیکونو له ډلې د ۱۱۵ هغو کارونه وځنډول شول، چې له کبله یې ۸۲زره ماشومان، شیدې ورکوونکې او امیندواره ښځې اغېزمنې شوې.

د روغتیا نړیوال سازمان یا 'ډبلیو ایچ او' ویلي، په افغانستان کې په ورځني ډول ۱۶۷ نوي زېږېدلي ماشومان چې د مړینې مخنیوی یې هم کېدای شي، مري، خو د طالبانو روغتیا وزارت دا راپور رد کړی دی.

کله چې د اپرېل میاشتې پر څلورمه د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت د ښځینه کارکوونکو کار هم منع شو، اندېښنې ولاړې شوي، چې ممکن دا وضعیت لا پسې خراب شي.