ايا کاناډا به افغانانو ته د بشري مرستو رسولو په خاطر خپل جزايي قانون کې تغير راولي؟

د کاناډا بيرغ

یو شمېر افغانان وايي، د شپي وږي ویده کېږي او بېړنو بشري مرستو ته اړتیا لري.

د تخار اوسېدونکی ګلبدین چې د خپلې اته کسیزې کورنۍ یوازینی ګټ‌یالی دی ازادي راډیو ته وویل، سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی.

نوموړی وايي: "درې غبرګونکي بچي لرم. له دوی یو مې تخار ته د پلور لپاره یووړ، یو تن یو لک شل زره، یو لس زره بل یو لک او دېرش وغوښت، خو طالبان خبر شول او راته یې وویل، که دې ماشوم وپلوره، بندې کوم دې. بې‌روزګاره یم، یوې ادارې مرسته وکړه او دوه ځله یې خوراکي مواد را کړل، خو کله چې مرستې بندې شوي، دوی هم هر څه بند کړل. د شپې هڅه کوو الوګان پیدا کړو، که هغه پیدا نه‌شي بیا درې یا هم څلور ډوډۍ اخلم. که دا هم پیدا نه‌شي، ګاونډیان یې راوړي او هغه خورو."

"درې غبرګونکي بچي لرم. له دوی یو مې تخار ته د پلور لپاره یووړ، یو تن یو لک شل زره، یو لس زره بل یو لک او دېرش وغوښت

یوه مېرمن چې کونډه او د اووه کسیزې کورنۍ سرپرسته ده او نه‌غواړي نوم یې راپور کې یاد شي، دا هم شکایت کوي چې بشري مرستې نه‌دي ورسېدلي.

دا مېرمن وايي: "موږ هیڅ مرسته نه‌ده اخستې. د روژې په دې مبارکه میاشت کې هم راسره مرسته نه‌ده شوې. موږ بې‌وزلو، مسکینانو، کونډو او یتیم لرونکو سره باید مرسته وشي، خو هیڅ مرسته نه‌کېږي."

انځور - ارشيف

دا بې‌وزلي داسې مهال د خپلو ستونزو په اړه غږ پورته کوي چې، د کاناډا د عمومي امنیت وزیر وايي، هېواد به یې د افغانستان په څېر ځایونو کې د مرستو رسولو په خاطر له ترهګرۍ د ټولیز معافیت قوانین صادر نه‌کړي.

مارکو مندیچینو د دوشنبې په ورځ د کاناډا د استازو جرګې د قضایي کمېټې په ناسته کې وویل، د دوی د کاناډايي ملګرو له‌خوا چمتو شوې تګ‌لارې ګواښونه له ځان سره لري.

هغه وویل، هغه کړن‌لاره چې د "سي ـــ ۴۱ "په لایحه کې بیان شوې، په ډېره ښه توګه د ترهګرۍ احتمالي ګواښونه را کموي.

د کاناډايي ملګرو له‌خوا چمتو شوې تګ‌لارې ګواښونه له ځان سره لري.
مارکو مندیچینو

د "سي ـــ ۴۱ "په لایحه کې د عمومي امنیت وزیر ته واک ته ورکړل شوی چې یو په شرایطو برابر شخص ته اجازه ورکړي چې، په یوې ځانګړي جغرافیه کې چې د یوې ترهګرې ډلې په واک کې وي، د ځانګړو اهدافو لپاره فعالیت وکړي، له دې پرته، دا ډول کړنه منع ده.

د کاناډا حکومت نږدې پنځه اوونۍ وړاندې اعلان وکړ چې افغانانو ته د بشري مرستو رسولو په خاطر په جزايي قانون کې تعدیل راولي.

د کاناډا حکومت هغه مهال خپره کړې اعلامیه کې لیکلي و: "د افغانستان د اسلامي جمهوریت نسکورېدو د افغانانو لپاره یو ځانګړی او ناوړه وضعیت رامنځته کړ او اوس د کاناډا د جزا په قانون کې بدلون ته اړتیا ده، څو د بشري مرستو په ګډون نړیوالو مرستو ته اجازه ورکړل شي."

کاناډا طالبان د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني او وايي، دا ډله په زور قدرت ته رسېدلې، نو ځکه د دې هېواد اوسنی قانون اجازه نه ورکوي چې اوس له افغانستان سره مرسته وکړي.

خو د طالبانو ویاند ذبیح‌‌الله مجاهد د کاناډا د عمومي امنیت د وزیر د څرګندونو په غبرګون کې وايي، هغه د افغانستان له وضعیت بې‌خبره دی.

ذبيح‌الله مجاهد

مجاهد وايي: "په افغانستان هیڅ ډول ترهګریز فعالیتونه نه لیدل کېږي او تر خوا یې دا سیمه ترهګریزه هم نه‌ده. دا ادعا ناسمه ده. د افغانستان امنیت و ثبات ټولې نړۍ ته معلوم دی. دا ډول څرګندونې له بده مرغه له بې‌خبرۍ سرچینه اخلي."

د کاناډا د جزا په قانون کې بدلون دې ته زمینه برابروله چې کاناډايي سازمانونه افغانانو سره بشري مرستې وکړي.

خو د کاناډا بشري ډلې اوس وايي، د دې هېواد د نړیوالو چارو ادارې ورته خبرداری ورکړی، که چېرې د سیمه‌ییزو کارکوونکو په ګمارلو سره دوی مجبورېږي چې طالبانو ته مالیه ورکړي دا کار د قوانینو له مخې، یوې ترهګرې ډلې مرسته کول دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونوسازمان د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا یو ځل بیا له نړیوالې ټولنې غوښتي ۲۸،۳ میلیونه اړو افغانانو سره مرسته وکړي.