قزاقستان اړمنو افغانانو ته زرګونه ټنه خوراکي مواد استولي

ارشیف: غزني کې پر اړمنو د مرستو د وېش یو انځور

قزاقستان د افغانستان اړمنو خلکو ته زرګونه ټنه خوراکي مواد استولي.

د قزاقستان د صدراعظم مطبوعاتي دفتر ویلي چې تر ۵۴۰۰ ټنو زیاتې بشري مرستې د اورګاډي پټلۍ له لارې افغانستان ته رسېدلي او د قزاقستان پلاوي همدارنګه کابل ته د دارو درمل محمولې هم له ځانه سره وړې دي.

د قزاقستان د صدراعظم مرستیال او د سوداګرۍ وزیر سیریک جومانګارین تېره اوونۍ کابل ته تللی و.

په مرستو کې اوړه، غنم، کنسروي شیدې او نباتي غوړي شامل دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مشرتابه پلاوي غړی خان جان الکوزی په دې باور دی چې دغه مرستې د اختر په ورځو کې په بازار کې د توکو پر بیو اغېز لري.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مشرتابه پلاوي غړی خان جان الکوزی

الکوزي وویل: "په دې کې شک نه شته چې دا په بازار کې مثبته اغېزه لري ځکه چې په بازار کې تقاضا کمېږي، مواد خلکو ته رسېږي، دا باید په عادلانه توګه ووېشل شي. په دې کې شک نه شته چې دا اغېز لري او نرخ کنټرولولی شي. که څه هم زموږ اوسنی نرخ د ګاونډیانو په پرتله ښه دی."

په داسې حال کې چې له افغانستان سره د هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د بشري مرستو لړۍ روانه ده، د ازادي راډیو یو شمېر اورېدونکي شکایت کوي چې دا مرستې اړمنو ته نه رسېږي.

یوه اورېدونکي وویل: "یوې ولسوالۍ ته درې موټره مرسته چې راشي اوړه، غوړي یا هر څه چې وي دا خو د بې وزلو او هغو کسانو لپاره دي. دلته موږ ګورو چې یو موټر په بې وزلو وېشل کېږي، خو دوه نور یې د ولسوال او قومندان او نورو زورواکو تر منځ تقسیمېږي."

کابل ته د خپل وروستي سفر په ترڅ کې د قزاقستان د صدراعظم مرستیال سریک جومانګارین د طالبانو د رییس الوزرا له مرستیال ملا عبدالغني برادر او د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي سره کتلي دي.